د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته تلونکې الوتکه په سویډن کې راښکته شویده


د پاکستان د نړیوال هوایي شرکت الوتکه د سټاکهولم په هوایي ډګر کې ناسته ده
د پاکستان د نړیوال هوایي شرکت الوتکه د سټاکهولم په هوایي ډګر کې ناسته ده

د سویډن پولیسو نن د شنبې په ورځ د یوې الوتکي نه ټولي سپرلۍ را ایستلي او یو تن یې په کي نیولی دی.

پدې جیټ مسافر وړونکي الوتکي کی ټولي ٢٧٣ سپرلۍ وې او د کاناډا نه پاکستان ته روانه وه چی د بم د ګواښ په وجه یې لاره بدله کړه او په سټاکهولم کي را ښکته شوه.

پولیس وایی چی دغه سړی چی پاکستاني اصله کانډایي تبع دی، هغه وخت ونیول شو چی ددغي پاکستانۍ بوئینګ ٧٧٧ الوتکي نه د نورو سپرلیو سره یوځای راښکته کړای سی.

دا لا نه ده معلومه چی ددغه سړی سره بم و که نه او په الوتکه کي چی کوم تحقیقات شويدي نو د هغو نه هم ښکاري چی د شک وړ څه نه دي په کي پیدا شوی.

د سټاکهولم د پولیسو یوې نطاقي وویل چی دا الوتکه وروسته له هغه مجبوره شوه چی خپله لاره بدله کړي چی د کاناډا پولیسو ته داسی یوخبر ورسید چی د یوه مسافر سره چی په الوتکه کي چی د ټورنټو نه کراچۍ ته روان دی، چاودونکي مواد دي.

XS
SM
MD
LG