د پاکستان جمهوررئیس آصف علي زرداري د زړه د ناروغۍ د علاج د پاره دوبی ته تللی دی او په دې سره داسي آوازې را پیدا شوي دي چي هغه به شاید استعفی وکړي.
د ښاغلي زرداری نطاق پرون د چهارشنبې په ورځ دا خبر « ریشتیا »ونه باله او هغه یې « تصوري » وباله. هغه وویل چي د ښاغلي زرداري د صحي معایناتو سفر مخکي لا ترتیب شوی و.
د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني دفتر وویل چي جمهوررئیس به ددوبی په یوه روغتون کي وي چي د زړه د ناروغۍ معاینات وکړي.
په برتانیه کي د پاکستان عالي کمیشنر ( واجد شمس الحسن ) اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ته وویل چي د متحده عربي اماراتو ډاکټرانو دا تایید کړې چي ښاغلی زرداري د زړه ناروغي لري، مګر دا لا نه ده معلومه چي پر هغه باندي د زړه حمله راغلې وه که نه.
توقع کیږي ښاغلی زرداري ژر بیرته پاکستان ته ستون شي.
ښاغلی زرداري د یوه لیک ددسیسې له کبله تر فشار لاندي دی. او هغه دا چي یوه پاکستاني الاصله امریکایي سوداګر ( منصور اعجاز ) په امریکا کي د پاکستان سفیر ( حسین حقاني ) رسما په دې تورن کړ چي یو لیک یې چي لاسلیک شوی نه و، ترتیب کړی و او په هغه کي یې په پاکستان کي د یوې نظامي کودتا د ویري له کبله د امریکا مرسته غوښتې وه. ددې لیک د افشا کیدو نه وروسته سفیر حقاني تیره میاشت استعفی وکړه. مګر هغه ددې لیک سره هر راز ارتباط درلودل رد کړي دي