د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په مومندو کې سختدریځو پر پوځي اډې برید کړی


د پاکستان په مومندو کې سختدریځو پر پوځي اډې برید کړی
د پاکستان په مومندو کې سختدریځو پر پوځي اډې برید کړی

په لسګونو طالبانو د پاکستان په یوه نظامي اډه باندې برید وکړ چې په نتیجه کې په نښته او هوايي بمبارﺉ کې ٢٥ افراطیان او څلور عسکر ووژل شول.

د شنبې د ورځې جګړه د مومندو په ایجنسی کې شوې چې د افغانستان د سرحد سره پرته ده.

ماموران وايي، تقریبا پنځوس افراطیانو چې په سپکو او درندو وسلو سمبال وو په یوه پوځي پوسته برید وکړ. پوځ وايي، په ځواب کې یې هوايي برید او ځمکني عملیات وکړل چې هدف یې د افراطیانو مورچلې وې.

دغه ماموران وايي، د کامیابه عملیاتو په نتیجه کې یې د هغه غره څوکه ونیوله چې افراطیانو ورڅخه د خپل مرکز کار اخیسته.

رپوټونه وايي، په دغو بریدونو کې څلور عسکر وژل شوي او اته نور زخمیان شویدي.

مومند یوه له هغو څو قبایلي سیمو څخه ده چې طالبان او د القاعدې پورې تړلې افراطیان په پرله پسې توګه د پولیسو او امنیتي مرکزونو په خلاف بریدونه کوي.

XS
SM
MD
LG