د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبانو د حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي


پاکستاني طالبانو د حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي
پاکستاني طالبانو د حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي

د پاکستاني طالبانو یو مشر وایي چي ددوي ډلي د پاکستان د حکومت سره د سولي خبري پیل کړي دي.

د طالبانو د قوماندان مرستیال ( مولوي فقیر محمد ) نن د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چي دا خبري پر سمه لار رواني دي او دده ډله به ژر د حکومت سره د سولي یوه موافقه لاسلیک کړي.

مولوي فقیر محمد چي ډله یې د باجوړ په قبایلي سیمه کي فعاله ده، وویل چي هر ډول موافقه به د نورو سرحدي سیمو دپاره یو « مثال » وي.

په دې اړه چي د پاکستان حکومت په ریشتیا هم د طالبانو سره خبري پیل کړي دي، د حکومت له خوا سمدستي څه نه دي ویل شوي.

د پاکستان حکومت د سیپټیمبر په میاشت کي ویلي و چي دې ته تیار دی چي طالبانو ته د سولي موقع ورکړي.

امریکا چي پاکستان ته د ملیارډونو ډالرو رسولو منبع ده، شاید د پاکستاني طالبانو سره چي یوه تروریستي ډله یې بولي، د سولي د خبرو ملاتړ ونه کړي.

د طالبانو یوه نطاق او د پاکستان اردو او حکومت تیره میاشت له دینه انکار کړی و چي د سولی خبري به پیل شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ( رحمان ملک ) ویلي دي چي مخکي له دې چي د طالبانو سره خبري پیل شي، دغه ډله باید چي وسلې پر ځمکه کښیږدي.

انتقاد کونکي وایي چي داسي موافقې طالبانو ته وخت ورکوي چي په حکومت او په افغانستان کي په خارجي قواو باندي د حملو د پاره ځانونه بیا تنظیم او تقویه کړي.

دا هم نه ده معلومه چي پاکستاني طالبان د یوې ډلي په توګه په کافي اندازه متحد دي چي د حکومت سره دي وروستۍ موافقه لاسلیک کړي که نه.

XS
SM
MD
LG