د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو په دیر کې پر پاکستاني ځواکونو لوی برید کړی


طالبانو په دیر کې پر پاکستاني ځواکونو لوی برید کړی
طالبانو په دیر کې پر پاکستاني ځواکونو لوی برید کړی

په خېبر پښتونخوا کې پاکستاني ماموران وايي چې دطالبانو په ېوه حمله کې ېې دامنېتي ځواکونو ٢٣ تنه افراد وژل شوي دي. په دغه دغه کې حمله چې پرون شروع شوې وه او نن پاې ته ورسېده ، درې تنه ملکي کسان هم وژل شوي دي.

پاکستاني مامورانو ووېل چې تقرېبا ٢٠٠ تنو وسله والو طالبانو د کونړ ولاېت سره څېرمه د دیر د ضلعې په شلتالو نومې کلي کې د پولیسو په پوسته باندې برید وکړ. پاکستاني مامورانو وویل چې جنگ نن پای ته ورسیده او امنیتي ځواکونو پوسته بېرته ونیوله.

خو تراوسه پورې داخبره څرگنده نه شوه چې د طالبانو کومې ډلې په پوسته باندې برېد کړې ؤ. پاکستانی چارواکي وايي چې ٣٥ حمله کوونکي هم وژل شول.

له بلې خوا په سېمه کې دپاکستان دپوځ ېوه لوړ پوړي قوماندان جنرال ېا اصف ېاسېن ملک پرون اعلان وکړ چې پاکستاني ځواکونه به په شمالي وزېر ستان کې نوي عملېات شروع نه کړي.

ددې نه مخکې داسې اوازې خپرې شوې وې چې گوندې دامرېکا په غوښتنه به دپاکستان پوځ په شمالي وزېرستان کې دالقاعدې دطرفدارو جنگېالو پرخلاف پوځي عملېات وکړي.

جنرال ملک ووېل چې د پاکستان پوځ به په شمالي وزېرستان کې هغه مهال تعرضي عملېات کوي چې د پاکستان په گټه وي. نوموړي پاکستاني جنرال ووېل چې په شمالي وزېرستان کې دهغه په وېنا وضع ارامه ده او هلته سوله موجود ده.

دپاکستان پوځ په شمالي وزېرستان سر نژدی په شاخوا سېمو کې ٣٠٠٠٠ عسکر لري. جنرال ېاسېن ملک ووېل چې زمونږ عسکر فعلا په نور سېمو کی عملېات کوي او ډېر زیات خپاره واره دي.

XS
SM
MD
LG