د پاکستان د استخباراتو مامورین وایي چي د شمالي وزیرستان د قبایلي سرحدي سیمي په لوی ښار’ګوټي میرانشاه کي نن د شنبې په ورځ د امریکا د توغوندیو په حمله کي لږ تر لږه څلور یاغیان وژل سوي دي.
چارواکو وویل چي د امریکا د بې پیلوټه الوتکي نه په یوه موټر باندي څو توغوندي وار سول. دا سیمه د القاعدې د غړو او طالبانو د پټیدو ځایونه دي.
امریکایي چارواکي عموما دداسي حملو په باب چي د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې ( سي آی اې ) له خوا په پټه کیږي، څه نه وایي.