د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبرپښتونخوا حکومت نجونو ته د چادرۍ په سرولو امر بیرته واخیست


د خیبرپښتونخوا حکومت ښوونځیو ته د نجونو د چادرۍ په سرولو امر بیرته واخیست

د خیبر پښتونخوا حکومت د هغې نه وروسته په ښوونځیو کې د نجونو د چادرۍ امر بیرته واخیست چې په ټولنیزو رسنیو ورته سخت غبرګون وښودل شو.

د خیبرپښتونخوا د وزیراعلی د تعلیم مشاور ضیاالله بنگش ویلي و چې په صوبې کې د نجونو د ځورولو د پیښو نه وروسته یې دا پریکړه کړیده چې نجونې به ښوونځیو ته چادرۍ په سروي.

ضیا بنگش د امریکا غږ اردو څانگې ته وویل چې هغوي د خیبرپښتونخوا ټولو ښوونځیو ته امر کړیدی چې د نن نه وروسته به نجونې پرده کوي.

د تعلیم د وزیر د دغه امر نه وروسته په ټولنیزو رسنیو دغه پریکړې ته سخت غبرگونونه وښودل شول چې څو ساعته وروسته حکومت د خپل امر بیرته اخیستلو اعلان وکړ.

د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري هم دغه پریکړه وغندله او په خپل ټویټر یې ولیکل چې په ماشومانو نجونو د بندیزونو لگولو پر ځای دې د هغه کسانو مخه ونیول شي چې نجونې ځوروي.

د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی ویاند شوکت یوسفزۍ وویل چې دغه اعلان حکومت نه خو د یو کس شخصي پریکړه وه او هغوي ېې بیرته اخلي.

XS
SM
MD
LG