د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د پاکستان سره خپلې اړیکې نورې هم پراخوي


امریکا د پاکستان سره خپلې اړیکې نورې هم پراخوي
امریکا د پاکستان سره خپلې اړیکې نورې هم پراخوي

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼه رپوټ ورکوي چي امریکا غواړي پاکستان ته د نورو مرستو ورکولو پیشنهاد وکړي، په داسي حال کي چی په دې لټه کي ده چي د هغه ملک په قبایلي سیمو کي د یاغیانو په ځایونو باندي خپلي حملې پیاوړي کړي.

امریکایي چارواکو په هغه مضمون کي چي پرون د جمعې په ورځ خپور شوی ویلي دي چي د اوباما حکومت په نظر کي لري د پاکستان سره په نظامي، استخباراتي او اقتصادي چارو کي همکاري زیاته کړي.

واشنګټن پوسټ ویلي دي چي دغه نوي هلي ځلي وروسته له هغه پیل کیږي چي دافغانستان د جګړې په باب سپیني ماڼۍ نوې څېړنه وکړه او په هغې کي د پاکستان سره د باور را پیدا کیدو او په هغه ملک کي د ثبات راوستو ضرورت تایید شو.

په هغه رپوټ کي د پاکستان نه هم غوښتل شوي و چي د افغانستان سره په سرحدی سیمو کي د یاغیانو د ځایونو په له منځه وړلو کي زیاته همکاري وکړي.

ورځپاڼه وایي چي د امریکا د جمهوررئیس مرستیال ( جو بایډن ) کله چي بله هفته پاکستان ته سفر وکړي، په دې سټراتیژۍ باندي به خبري وکړي.

ورځپاڼې دا هم ویلي دي چي د ښاغلي اوباما په نوې ستراتیژي کي دا موضوع هم په پام کي نیول سوې ده چي هغه انتقاد کونکي قانع کړي چی وایي امریکا لا په کافي اندازه د پاکستان ملاتړ نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG