د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال کیاني وایي چې امریکا پاکستان په ځاې افغانستان ته پام وکړي


جنرال کیاني وایي چې امریکا پاکستان په ځاې افغانستان ته پام وکړي
جنرال کیاني وایي چې امریکا پاکستان په ځاې افغانستان ته پام وکړي

دامرېکا متحده اېالاتو پر پاکستان زور اچولی دی چې د شمالی وزېرستان د قباېلي علاقې د افراطېانو خلاف تهاجمي عملېات وکړي.

د پاکستان د پوځ مشر وايی پکارده چې امرېکا دافغانستان په ثبات باندی تمرکز وکړی ددې په ځای چې پرپاکستان باندی فشار راولی چې په شمالی لوېدېځه قباېلی علاقه کې د افراطېانو مقابله وکړی.

جنرال اشفاق کېانی داتبصره د سه شنبی په ورځ ناوخته په راولپنډۍ کې د بندو دروازو ترشا د پارلېمان ددفاع له کومېټی سره دروانو نظآمی عملېاتو په برخه کې د خبرو په ترڅ کې وکړله.

د پارلمېان هغو غړېو چې په دې غونډه کې ېې برخه اخېستی وه ووېل چې ښاغلی کېاني ورته ووېل چې ستونزه په افغانستان کې ده، په پاکستان کې نشته ده.

دامرېکا متحده اېالاتو پر پاکستان زور اچولی دی چې د شمالی وزېرستان د قباېلی علاقې د افراطېانو خلاف تهاجمي عملېات وکړی. په رپوټ کې وېل شویدي چې په دغه سېمه کې حقانی د شبکی مرکزونه پراته دی. دغه ډله چې په دې تورنه ده چې له القاعده سره تړاو لری په افغانستان کې ېې د ناټو اوامرېکا د قواو خلاف برېدونه کړېدی.

د پاکستان دپارلېمان غړېو د چارشنبی په ورځ ووېل چې کېانی ورته ووېل چی پوځ سباته په شمالی وزېرستان کې عملېات پېل کولی شی که چېرې دې په دې قانع وای چې داکار ستونزه حل کولی شی. هغه ووېل دغه راز ېوه پرېکړه به د پاکستان په خپلې فېصلی پورې اړه ولری.

XS
SM
MD
LG