د لاس رسي وړ اتصالات

د عاشوار د ورځې د بریدونو په باره کې د پاکستان سره حساب کوو، کرزی


د عاشوار د ورځې د بریدونو په باره کې د پاکستان سره حساب کوو، کرزی
د عاشوار د ورځې د بریدونو په باره کې د پاکستان سره حساب کوو، کرزی

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د عاشورا د ورځې د چاودنو مسؤلیت په هغې تندلارې ډلې اچولی دی چې په پاکستان کې دیره ده.

په کابل کې د سه شنبې د ورځې د برید نه وروسته چې پکې لس ګونه تنه ووژل شول، پرون د چارشنبې په ورځ د هلمند په ولایت کې هم په یوې چاودنې کې لږ تر لږه 19 ملکي خلک ووژل شول. د هلمند په ولایت کې چاودنه هغه وخت وشوله چې خلک د سه شنبې د ورځې په چاودنو کې د وژل شویو کسانو په خښولو لګیا وو.

په کابل کې د عاشورا د ورځې د چاودنو له امله افغان ولسمشر حامد کرزي برتانیې ته خپل سفر لغوه کړ او بیرته هیواد ته ستون شو. کرزي پرون په روغتون کې د ټپي شوي کسانو سره وکتل.

کرزی وایي پدې کې هیڅ شک نشته چې دا برید په پاکستان کې دیره یوې تندلارې ډلې کړیدی او زیاته یې کړه چې پدې باره کې به د پاکستان سره حساب کتاب کوي.

طالبانو په کابل کې د عاشورا د ورځې چاودنې غندلي دي خو د لشکرې جنګنوي په نامه یوې تندلارې ډلې چې په پاکستان کې دیره ده، د دې بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستې دی. دغه ډله د القاعده د شبکې پورې تړلې ډله ده او په پاکستان کې پخوا هم په شعیه ګانو باندې بریدونه کړیدي.

په پاکستان کې د امنیتي چارو کارپوه حسن عسکري رضوي وایي چې تر دې دمه داسې فکر نه کیده چې د لشکرې جنګوي ډله د پاکستان نه بهر هم عملیات کوي.

" څوک پدې نه پوهیږي چې ګواکې دا ډله د پاکستان نه بهر په نورو هیوادونو کې هم فعالیت کوي، دې ډلې یوازې په پاکستان کې په شعیه ګانو بریدونه کول. که چیرته دا خبره تائید شي چې د کابل بریدونه همدې ډلې کړیدي نو دا د خطر یو زنګ دی او هغه دا چې اوس دې ډلې په افغانستان کې هم فعالیت پیل کړیدی."

ښاغلی عسکري همدارنګه وایي که چیرته په افغانستان کې په شعیه ګانو باندې نور دا شان بریدونه وشي نو د افغانستان ګاونډی ایران به هم د شعیه ګانو د ملاتړ لپاره بډې ووهي او په افغانستان کې د روانې جګړې یو بل اړخ به پیل شي.

XS
SM
MD
LG