د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي د افغانستان څخه یاغیانو پرې برید کړی


د افغانستان څخه په لسګونو تنه یاغیان د سرحد له لارې د پاکستان خاورې ته ورواوښتل او په لسګونو تنه کلیوال یې د پاکستان په شمال لویدیځ کې یرغمل ونیول. دوي د بریدونو وروسته بیرته افغانستان ته د خپلو ۱۵ مړو سره چې د پاکستان د پوځ سره په نښو کې ووژل شول، ورواوښتل.

یاغیان چې د پنجشنبې په ورځ یې د ماپښین په دوو بجو برید وکړ د افغانستان د کنړ ولایت نه راغلي وو او معلومېده چې د پاکستان د باجوړ په قبایلي سیمه کې د کیټکوټ په کلي کې هغه ملیشې په نښه کوي چې د طالبانو ضد دي.

پاکستان پر ناټو او افغان قواوو نیوکه کوي چې په سرحدي سیمه کې د مخ پر زیاتیدونکو بریدونو په مقابل کې په کافي اندازه اقدامات نه کوي. پاکستان ادعا کوي چې ددغو بریدونو له کبله یې په لسګونو امنیتي ځواکونو وژل شوي دي. خو داسی ښکاري چې امریکا او افغانستان په دې برخه کې د پاکستان سره لږ همدردي لري، ځکه دوي پر دغه هیواد باندي نیوکه کوي چې په خپله خاوره کې یې د یاغیانو پناهګاوو ته ځای ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG