د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د سولې خبرو ته د پاکستان لیوالتیا


د افغانستان د سولې مذاکرات د ملا محمد عمر د مړینې د خبر له خپریدو وروسته په ټپه ودریدل.
د افغانستان د سولې مذاکرات د ملا محمد عمر د مړینې د خبر له خپریدو وروسته په ټپه ودریدل.

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر له مړینې وروسته د افغانستان د حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې په ټپه ودریدلې.

په بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم ځانگړي مرستیال طارق فاطمي د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانگړي استازي د دفتر سرپرستې لورل میلر ته ویلي دي چې هیواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو د پرمخ بیولو پلوي دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې ښاغلي فاطمي په دې لیدنه کتنه کې د افغانستان سره د پاکستان د رغنده او باوري اړیکو د درلودلو لپاره د هغه هیواد هیله په ډاگه کړې ده.

په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت ویلي دي چې آغلې میلر او د جنوبي آسیا په چارو کې د جمهور رئیس بارک اوباما ځانگړي مرستیال پیتر لفوی د سه شنبې او چارشنبې په ورځو د پاکستاني لوړپوړو مقاماتو سره گټورې لیدنې کتنې کړې دي.

په اسلام آباد کې د امریکا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې امریکایي مقاماتو د پاکستان د هغو سرښیندنو درناوی کړی دی چې هغه هیواد د ترهگرۍ ضد جگړې کې زغملي دي.

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد د مړینې د خبر له خپریدو وروسته د افغانستان د حکومت او د طالبانو د استازو ترمنځ خبرې ودریدلې. ددې خبر خپریدو د طالبانو په مشرتابه کې کړکیچ رامنځ ته کړ او د سولې خبرې یې سمدستي ودرولې.

د اگست په میاشت کې د اسلام آباد او کابل ترمنځ اړیکې وروسته له هغې نورې کړکیچنې شوې چې افغان حکومت په هیواد کې د بمي چاودنو او ځانمرگو بریدنو مسولیت د پاکستان پر اوږو واچوه.

افغانستان او پاکستان له اوږدې مودې راهیسې یو بل د ترهگرو څخه په ملاتړ ملامتوي، خو افغان حکومت ټینگار کوي چې د طالبانو او القاعده شبکې د سخت دریځو پټنځایونه د پاکستان په قبائیلي سیمو کې دي.

XS
SM
MD
LG