د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د کابل بریدونه وغندل٬ طالبان يې سولې ته وبلل


د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې د وروستي بریدونو تور ردوي
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار په افغانستان کې د وروستي بریدونو تور ردوي

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز هغه تورونه رد کړي چې ګواکي هېواد یې د کابل د وروستېو بریدونو په مخنیوي کې٬ اغماض کړی.

ښاغلي عزیز وویل "موږ په کابل او د افغانستان په نورو سیمو باندې د ترهگرو بریدونه غندو او په دوامداره توگه د افغانستان حکومت سره کار کوو څو د پولو په اوږدو کې په تگ راتگ بندیز ولگوو چې ترهگر له دې هیواد نه هلته لاړ نشي".

طالبانو یوه ورځ وروسته له هغه چې په کابل کې یې په یو لړ ترهگریزو بریدونو کې څه د پاسه ٥٠ کسان ووژل، د موټر بم د یو بل خونړي ځانمرگي برید ادعا هم وکړه.

طالبانو په یوه بیان کې چې امریکا غږ ته یې استولی ویلي دي چې پرون د شنبې په ورځ د کندز د ولایت د خان آباد په ولسوالۍ کې د بم چوني په برید کې د دوی لاس و.

د کندوز ولایت سیمه ایز چارواکي وايي چې په خان آباد ولسوالۍ کې د پرونۍ ځانمرگي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۹ ته ورسید.

د خان آباد ولسوال حیات الله امیري ویلي چې په وژل شويو کې ۲۵ اربکیان او څلور ملکیان شامل دي. ویل کېږي چې دغه کسان هغه وخت ووژل شول چې وسله والو طالبانو د دولت پلوه ملېشو یا اربکیوو د يوې ډلې په منځ کې ځان وژونکی برید وکړ.

ویل شوي چې په دغه پېښه کې ۱۹ کسان تپیان شوي هم دي چې ۱۵ یې اربکیان او ۴ یې ملکیان دي.

طالبانو دغه ادعا په داسې حال کې کړې ده چې فعالینو د کابل د جمعې د ورځې بمي بریدونو کې د وژل شویو په یاد غونډه وکړه او شمعې یې بلې کړلې .

د یادونې په دې غونډه کې اکثرو گډون کوونکوو پاکستان په دې تورن کړ چې په افغانستان باندې ېې د بریدونو لپاره طالبانو ته خوندي ځایونه ورکړي دي.

په یادې غونډې کې ځینو گډونوالو د احتجاج په توگه د پاکستان بیرغ او پاکستاني مروجې پیسې کلدارو ته اور واچول.

د سولې خبرې

د ملا عمر د مړېنې سمدستي وروسته طالبانو د هغه مرستیال ملا اختر منصور د نوي امیر په توگه اعلان کړ خو دې کار د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو سبب شو. ملا منصور په خپل لومړي پیغام کې د جگړې په دوام ټینگار وکړ.

پاکستان د جولای میاشتې په پیل کې د افغان حکومت او طالب چارواکو تر منځ د خبرو کوربه و خو د ملا عمر د مړېنې خبر خپرېدل د دې سبب شو چې د سولې د خبرو دویم پړاو په ټپه ودریږي. ښاغلی عزیز وایي پاکستان کولای شي چې د افغان حکومت سره د طالبانو خبرې هغه مهال له سره پیل کړي چې دا ډله د مشرتابه په سر خپلمنځي اختلافات حل کړي.

Afghan Pak relation
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:54 0:00

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز زیاته کړه "ښکاره خبره ده چې مونږ له طالبانو څخه غواړو چې د جگړې پر ځای دې خبرې وکړي ځکه چې بلاخره جگړه د حل لاره نده. زه فکر کوم چې د خبرو لومړی پړوا ډیر گټور و او زه هیله لرم چې دویم پړاو به هم د طالبانو د مشرتابه د مسلې د پریکړې نه وروسته ترسره شي. ځکه چې دا تراوسه پورې نده روښانه شوې چې څوک به د دوی استازيتوب وکړي او ایا په مشرتابه باندې به د راېو اتفاق وي او که نه".

XS
SM
MD
LG