د لاس رسي وړ اتصالات

حکمت کرزی: پاکستان په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی


حکمت کرزی وایی "... هغه ډاډ چې د پاکستان له خوا راکړل شوی وو هغه ژمنې نه دي پلي شوي".
حکمت کرزی وایی "... هغه ډاډ چې د پاکستان له خوا راکړل شوی وو هغه ژمنې نه دي پلي شوي".

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین حکمت خلیل کرزي نن د دوشنبې په ورځ په کابل کې د سولې او ډیموکراسۍ په اړه په کابل کې د دوه ورځینۍ غونډې د پرانیستلو په وخت وویل چې د سولې د لارې په نقشه کې څلورو هیوادونو ته د مخ پروړاندې تګ لپاره یو لړ ټکي په پام کې نیول شوي وو.

ښاغلي کرزي وویل چې په کابل کې د څلوراړخیزې غونډې برخه وال په دې هکله چې له کومو ډلو سره باید خبرې وشي، د دې کار لپاره یولړ مختلفو ارزونو ترسره کولو پر سر موافقې ته رسیدلي وو، چې له مخې دا معلومول په کار وو چې کومې ډلې پخلاینې ته چمتو دي او کومې یې نه دي.

حکمت کرزي وویل " د دغو ارزونو وروسته هغوی چې پخلاینې ته چمتو نه دي د هغوی پر وړاندې به د دغو څلورو هیوادونو چلند څه وي. او دا وګڼل شوه چې دا ټول څلور هیوادونه به د دغسې ډلو پر وړاندې د ټولو اړینو وسایلو او اقداماتو څخه کار اخلي".

دا غونډه د سولې او ډموکراسۍ د یوشانتوب یا اکولټي فار پیس اینډ ډیموکراسي د ادارې په نوښت جوړه شوې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین وویل، چې د دغو غونډو په تعقیب په کابل کې د څلوروهیوادونو په غونډه کې د لارې په نقشې باندې موافقه وشوه چې څلور پړاونه په کې په پام کې نیول شوي وو.

هغه وویل لومړی پړاو یې اساسات وو، چې په کې د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د سولې د خبرو په دوام باندې او هم د خبرو وړاندې د مخکینو شرطونو په نه ایښودلو ټینګار شوی وو.

ښاغلي کرزي وویل " درې نور عوامل هم د سولې لارې په نقشه کې شامل وو، چې یو یې د مخامخ خبرو د پیل وړاندې خبرې، دوهم یې خبرې او درییمه برخه کې عملي اقدامات وو".

هغه وویل، چې په دې نقشه کې د هرهیواد رول او مسولیتونه څرګند شوي وو، چې په مجموعي توګه د دغو اقداماتو شمیر شپږویشتو ته رسیده.

ښاغلي کرزي د سولې د روانو هڅو د اوسني وضعیت په باب وویل، چې په څلوراړخیزه غونډه کې دا پریکړه شوې وه، چې پاکستان به د مارچ د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې په دغه هیواد کې د افغان حکومت د استازو او د طالبانو د ډلو ترمنځ د مخامخ خبرو د یوې غونډې کوربه شي.

هغه وویل " مونږ ددغې غونډې په هکله ډاډه او خوشبینه وو، خو داسې ښکاري هغه ډاډ چې د پاکستان له خوا راکړل شوی وو هغه مو لا نه دې ترلاسه کړی".

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین وویل، چې افغان حکومت په منظمه توګه په دې هکله له خپلو ملګرو سره په تماس کې دی او اوس غواړي چې له امریکایي او چینایي چارواکو سره هم په دې هکله خبرې وکړي او دا معلومه کړي چې څنګه په دې برخه کې نور مخ ته لاړ شي.

هغه وویل چې د څلوراړخیزې غونډې ګډونوالو په لومړي ځل د کاغذ پرمخ ډیر پرمختګ کړی، خو کله چې خبره عمل ته رسیدلې ده نو څلوروهیوادونو او په ځانګړي ډول ګاونډي هیواد ته عمل کول په کار دي.

ښاغلي کرزي وویل " ترټولو مهمه د اقداماتو ترسره کول دي، په افغانستان کې تمه دا ده چې ډاډه شي چې په څلوراړخیزې غونډې کې هغو هیوادونو چې د ځانګړو اقداماتو ترسره کولو هوډ کړی، دغه اقدامات ترسره شي ".

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي معین وویل چې د ځلوراړخیزې غونډې د برخه والو دا پریکړه هم یاده کړه، چې هغه ډلې چې پخلاینې ته چمتو نه دي نو باید پر وړاندې یې ځانګړي اقدام وشي.

حکمت خلیل کرزي وویل چې افغانستان لا تراوسه دغسې اقدامات نه دي لیدلي.

XS
SM
MD
LG