د پاکستان د بهرنو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې د سعودي عربستان په ملاتړ د ائتلاف ملاتړ کوي خو په عین وخت کې د ایران سره هم په تماس کې دي.
د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت دغه بیان په داسې وخت کې خپور شویدی چې په اسلام اباد کې د شیعه گانو په یو جومات حمله شویده.
په پېښور کې د ډان ورځپانې سره کارکونکی او لیکوال اسماعیل خان وایي چې دا چې پاکستان د سعودي او که د ایران سره زیاتې ښې اړیکې ولري، د پاکستان لپاره یوه ډیره حساسه مسله ده.
د اسماعیل خان سره د امریکاغږ همکارې نزرانې یوسفزۍ مرکه کړیده چې تاسو ته یې در اورو.