د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ د بدمعاشانو یوې خطرناکې ډلې پسې ګرځي


د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې، د پولیسو په مشرۍ یې د روانو عملیاتو کنترول په لاس کې دی چې، د پنجاب په ایالت کی ورانکارې ډلې د هغوی له پټو ځایونو نه وباسي.

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم بجوه وايي د دغو عملیاتو لپاره یې ټولې ضروري منابع او سرچینې برابرې کړي دي.

دغه اقدام په داسې وخت کې شوی چې پولیسو او ملیشه قواوو، د څو ورځو راهیسې هلې ځلې پيل کړي دي چې هغه بد معاشه ډله ونیسي چې فکر کیږي په پنجاب کې د سیند په منځ کې یوه ټاپو کې پټ ځایونه لري.

د پولیسو چارواکو وویل چې په دغو عملیاتو کې، چې د رجنپور غریب ولسوالۍ سره نژدې روان دي، تر اوسه شپږ پولیس وژل شوي او څو نور زخمي شوي دي. دغې بدماشی ډلې ٢۴ کسان یرغمل کړي دي.

مقامات، په دغې جنایتکارې ډلې، چې وسلې لري، تور لګولی دی چې د پنجاب او په ګاونډي ایالت سند کې یې د پیسو دپاره سلګونه خلک تښتولي، او غلاګانې او قتلونه یې کړي دي.

د پاکستان چارواکو ددغه بدمعاشې ډلې مشر غلام رسول چې په چوټو مشهور دی پیژندلی دی او ویل کیږي چې د با نفوذه سیاستمدارانو سره لار لري. د پاکستان پوځ، سږ کال په دې ایالت کې څو ځایه عملیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG