د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پوځ مشر د ۱۱ طالبانو د اعدام سزا تائید کړه


د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د هغو ۱۱ طالبانو د اعدامولو سزا منظوره کړه چې د پاکستان پوځي محکمې محکوم کړي و.

پوځي محکمې ویلي چې دغو ترهگرو په لسگونو بریدونو کې ٦٠ تنه ملکي وگړي او د امنیتي قواو سرتیري وژلي دي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز همدا شان د هغو دریو تنو د عمري قید سزا تائید کړه چې محکمې مجرم ګڼلې دي.

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې دغه ١١ ترهگرو د ۳۶ ملکي وگړو او د امنیتي قواو د ۲۴ سرتیرو او پولیسو په وژنه کې لاس درلود.

د پاکستان پوځ همدا شان ویلي دي چې دغو ترهگرو په خپلو بریدونو کې د ٦٠ تنو د وژلو سربیره ۱۴۲ کسان ټپیان کړي دي چې په وژل شویو کسانو کې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړی عمران خان مومند هم شامل دی. دغو ترهگرو په ملاکنډ پوهنتون هم برید کړی و.

پوځ ددغو ترهګرو نومونه برهان الدین، محمدزیب، سلیم، عزت خان، محمدعمران، یوسف خان، نادرخان، عارف الله، بخت محمد، شهیرخان او ګل فراز په ډاگه کړي دي.

پاکستان د پوځي محکمو لړۍ په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له هغې پیل کړه چې د پيښور په ارمي پبلک سکول ترهګرو برید وکړ او د زده کوونکو او ښوونکو په گډون یې ١٥٠ تنه ووژل.

د بشري حقونو فعالین د پاکستان د پوځي محکمو له خوا پر ورکړل شویو سزا گانو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې ددغو محکمو پریکړې په پټه توگه کیږي، خو پوځ وایي د محاکمې پر وخت مجرمینو ته د ځان نه د دفاع حق ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG