د لاس رسي وړ اتصالات

کابل ته د راحيل شریف د سفر هدف -سوله او سرحدي امنیت


پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ٢٠١٥ میلادي کال د دسمبر میاشتې په اخر کې به د پاکستان لوی درستیز، راحیل شریف کابل ته سفر وکړي.

تمه کیږي چې ښاغلی شریف به په کابل کې د افغان چارواکو سره د امنیت، سرحدي همکارۍ او په هغو مسلو خبرې وکړي چې د افغانستان د سولې پروسې سره تړاو لري.

په ورته وخت کې تمه کیږي چې د جنوري په لومړۍ اونۍ کې د افغانستان، پاکستان، چین او متحده ایالاتو د چارواکو یوه کمیټه په اسلام اباد یا کابل کې جوړه شي او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د هڅو پیل وارزوي.

د صدراعظم نوازشریف امنیتي سلاکار سرتاج عزیز دا خبر نن چهارشنبې په اسلام اباد کې اعلان کړ.

" لوی درستیز به د دې میاشتې تر پای مخکې افغانستان ته لاړ شي. زه فکر کوم چې د پاکستان، افغانستان، چین او متحده ایالاتو له چارواکو جوړې کمیتې ملاقات به د جنوري په لومړۍ اونۍ کې وشي. دا کمیته به د افغانستان د سولې خبرو اترو او پریکړو باندې خبر چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ به ترسره کیږي."

ښاغلي عزیز وویل چې د څلورو هیوادونو جوړه کمیټه به د سولې په پروسې د څار یو میکانیزم رامینځته کړي او خپلې ارزونې به د ښکیلو اړخونو سره شریکوي.

دوه اونۍ وړاندې په اسلام اباد کې دايشياء دزړۀ کنفرانس په مهال د افغان، پاکستان، چین او متحده ایالاتو چارواکو څلور اړخیزه ليدنې کتنې کړې وې چې پکې صدراعظم نوازشريف، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د چين د بهرنیو چارو وزير وانگ ژي او د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو مرستيال وزير انتوني بلنکن پکې گډون درلود.

دپاکستان په کوربه توب د روان میلادي کال د جولای مياشت کې اسلام اباد سره نزدې مري سیمه کې دافغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ نيغ په نيغه مذاکرات شوي و.

په دغو خبرو اترو کې هم د چین او متحده ایالاتو استازو د څارونکو په توگه برخه اخیستې وه.

هغه مهال ټاکل شوې وه چې بل پړاو مذاکرات به هم په پاکستان کې ترسره کیږي خو د خو د طالبانو د مشر ملا عمر د مرگ خبر برسیره کیدل د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات په ټپه ودرول.

XS
SM
MD
LG