د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ د دیرشو وسله والو د اعدام حکم تائید کړ


د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه نن د چارشنبې په ورځ د دیرشو وسله والو د اعدام حکم لاسلیک کړل.

پدغو دیرشو کسانو کې چې د اعدام حکم یې لاسلیک شوی، ځیني هغه کسان هم شامل دي چې په 2014 کال کې په پیښور کې د ماشومانو په یو ښوونځي په برید کې یې لاس درلود.

پدې برید کې ۱۵۰ تنه ووژل شول چې ۱۴۴ یې د ښوونځي زده کوونکي و.

دغه کسان د پاکستان په نظامي محکمو کې د تړلو دروازو تر شا محاکمه شویدي. پدغه شان قضیو کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز مجبور دی چې د محکمې حکم پخپل لاسلیک تائید کړي.

په پاکستان کې نظامي محکمو د وسله والو د محاکمه کولو چارې هم په پیښور کې د ماشومانو په ښوونځي د برید نه وروسته پیل کړلې او حکومت هم په اعدامونو لګیدلی بندیز لیرې کړ.

د حکومت سیاسي مخالفو ګوندونو او د بشري حقونو ادارو د پاکستان په نظامي محکمو کې د وسله والو په محاکمه کیدو سخت انتقادونه کړیدي.

XS
SM
MD
LG