د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ اندېښې زیاتې شوي


د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ اندېښې زیاتې شوي
د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ اندېښې زیاتې شوي

پرون د چارشنبې په ورځ د پاکستان پوځ ددغه هیواد د ملکي حکومت سره په اړیکو کې د جدي عواقبو خبرداری ورکړ. په عین حال کې د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني ددغه هیواد د دفاع وزارت یو لوړ پوړی چارواکی د خپلې دندې نه ګوښه کړ. د پاکستان د قوي پوځ او ملکي حکومت ترمنځ په اړیکو کې اندېښنې زیاتې شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني پرون د چارشنبې په ورځ ددغه هیواد د دفاع وزارت یو چارواکی له خپلې دندې نه ګوښه کړ بلي خوا ته بیا د پاکستان پوځ چې په دغه هیواد کې یو قوي قدرت ګڼل کېږي، د چارشنبې په ورځ یې د ملکي حکومت سره په اړیکو کې د جدي او خطرناکو عواقبو خبرداری ورکړ.

داسي ویل کېږي چې د پاکستان د لومړي وزیر د چارشنبې د ورځې په اقدام باندي به چې په لړ کې یې ددفاع وزارت یو لوړ پوړی مقام له دندنې نه ګوښه کړ د پوځ سره اړیکې لازیاتې پسي خړې پړې شي او په دغه هیواد کې یې چې د ګاونډي هیواد افغانستان د سولې دپاره ډیر مهم ګڼل کېږي، د بې ثباتۍ اندېښنې راپیدا کړي دي.

د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ هغه مهال اړیکې خړې پړې شوې کله چې یو نا لاس لیک شوی یاداښت په رسنیو کې راښکاره شو او په کښي د امریکا نه په پاکستان کې د پوځ له خواه د یوې احمتالي کودتاه په مخنیوي کې د مرستې غوښتنه شوې وه. ددغه یاداښت مسله اوس آن تر سترې محکمې رسیدلې ده.

د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني په یوې بیانیې کې وویل چې متقاعد جنرال نعیم خالد لودي د یو لړ غیر قانوني اقدماتو د ترسره کولو وروسته چې د بیلابیلو ادارو ترمنځ یې سوْ تفاهم رامنځ ته کړی و ، د خپلې دندې نه ګوښه کړل شو.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان په ۶۴ کلن تاریخ کې چې سم نیمی یې پوځ په اقتدار کې و د ملکي مشرانو او پوځ ترمنځ بې اعتمادي موجوده وه. پوځ په دې موده کې پر ملکي حکومتونو باندي یو لړ پوځي کودتاګانې کړي دي او حکومتونه یې راپرځولي دي.

د چارو کارپوهان په دې آند دي چې د پاکستان ملکي مشران په دې خاطر چې تهاجمي دریځ یې غوره کړی دی د دغه هیواد د پوځي مشرانو غوصه راپاروي.

خو لومړي وزیر ګیلاني بیا د خبریالانو سره د خبرو پر مهال د پوځ سره د اړیکو د خړپړتیا مسلې ته دومره اهمیت ورنکړ.

ښاغلي ګیلاني داسي وویل ،،تاسی ماته ووایاست چې په پخواه کې څه وخت مونږ د خپل پوځ نه دفاع نه ده کړې. مونږ تل د خپل پوځ نه ملاتړ کړی دی خو کله چې د قانون مسله مطرح کېږي نو باید په کښي هیڅ سرغړونه موجوده نه وي.،،

د یادونې وړ ده چې ددفاع د وزیر لودي د ګوښه کیدو نه څو ساعته وروسته پوځ یوه بیانیه خپره کړه او په کښي یې د پاکستان د لومړي وزیر پر هغو څرګندونو باندي نیوکه وکړه چې د یوه چینايي تلویزوني چینل سره یې په مرکه کې کړي وې او ویلي یې و چې د جنجالي یاداښت یا چې اوس په پاکستان کې د میمو ګیټ په نامه مشهوره دی، د مسلې په برخه کې د پوځ او د استخباراتو مشرانو داسي اقدامات کړي دي چې د هیواد د اساسي قانون سره په تضاد کې واقع کېږي.

عارف تاج چې په پاکستان کې یو خبریال دی داسي وايي: ،،که چیري د هیواد د اساسي قانون خلاف هرډول اقدام وشي نو دا به ګټور نه وي او هیواد به د بې ثباتۍ پر لورې بوزي.،،

محمد کاشف د حکومت کارمند بیا داسي وايي: ،،زه په دې باور یم چې په هر قیمت چې کېږي باید ولسواکۍ یا ډیموکراسۍ ته موقع ورکړل شي چې په هیواد کې نافذه وي خو د هیواد د قضایه او اجرایه قوې ترمنځ اختلافاتو ته په کتو سره زه د دې وړاندیز کوم چې دا به ښه وي چې اوسنی حکومت استفعا وکړي او نوي حکومت ته لاره هواره کړي.،،

د پوځ په بیانیه کې راغلي دي چې د ښاغلي ګیلاني په څرګندونو کې ډيرې جدي ادعاګنې شوي دي او دا به د هیواد دپاره خطرناکه عواقب په پای کې ولري.

خو ښاغلي ګلاني خبریالانو ته وویل چې د پوځ مشر د بیانیې د خپرولو مخکي د هغه سره تماس نیولی و او د هغه نه یې اجازه غوښتې وه.

همداشان د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني تیره میاشت هغه ادعاګانې رد کړې چې وايي د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ اړیکې خرابې دي او ښايي نظامي کودتاه وشي او وویل چې پوځ د ولسواکۍ نه ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده چې د میموګیټ سکاندل یا د جنجالي یاداښت په هکله قضايه قوې یو کمیسون ټاکل دی چې د موضوع هر اړخیزه پلټنه وکړي چې دا کار کولای شي د پاکستان اوسنی ولسمشر آصف علي زرداري د مواخذې سره مخامخ کړي که چیري د لیک سره د هغه کوم تړاو ثابت شي.

XS
SM
MD
LG