د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د لاهور د چاودنو په تور ډیر خلک نیولي


د پاکستان پولیسو په لاهور کی په یوه زیارت کی تیره اونۍ د بم د غبرگو چاودنو په تور دولس تنه نیولی دی.

په دی چاودنو کی لږ تر لږه ۴٣ تنه ووژل شول او تقریبآ ٢٠٠ تنه زخمی شول.

پولیس وایی چی د دغو کسانو نه یی وسلی او مهمات ترلاسه کړی دی.

دغلته د اهل سنت ډلې ددې حملو په خلاف د قهره ډک لاریونونه کړي دي.

همدا شان د پاکستان صدراعظم رضا گیلانی د پولیسو او امنیتی چارواکیو سره غونډه کړی چی د تروریزم د ځپلو لپاره یوه ستراتیژي جوړه کړی.

چارواکی په دی گمان دی چی پاکستانی طالبان د تشدد اچولو مسؤلیت په غاړه لری خو دغو ډلو دا تور رد کړی دی.

پاکستانی چارواکیو د جمعی په ورځ په ټول ملک کی په مذهبی ځایونو کی امنیت ټینگ کړی وو.

د پنجشنبی په ورځ د داتا گنج بخش په زیارت کی دوه غبرگی چاودنی وشوی.

XS
SM
MD
LG