د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د هوایي قواوو په اډې باندې په حملو کې 7 تنه وژل شوي


د پاکستان د هوایي قواوو په اډې باندې په حملو کې 7 تنه وژل شوي
د پاکستان د هوایي قواوو په اډې باندې په حملو کې 7 تنه وژل شوي

د پاکستان د کراچۍ په ښار کې اورپکو د دغه ملک د سمندري قواوو په یوې اډې باندې په حملې کې لږ تر لږه 7 تنه وژلي دي او همدرانګه یې هغه کشفي الوتکه له مینځه وړې ده چې امریکا پاکستان ته ورکړې وه.

پولیس وایي پنځلسو یا شلو کسانو چې په وسلو او لاسي بمونو باندې سنبال ؤ، د یکشنبې په ورځ ناوخته یې د پاکستان د سمندري قواوو د مهران په اډې باندې غبرګې حملې وکړلې او د دوشنبې د ورځې تر نیمایي پورې یې د امنیتي قواوو سره جګړه وکړله.

د پاکستان نخبه کومانډو او د رینجر په نامه خاصې قواوې په چټکۍ سره واستول شوې چې د حملو سیمه کلابنده کړي.

د سیمې اوسیدونکي وایي چې په لومړي سر کې هغوي د دریو غټو چاودنو غږونه واوریدل او د هغه نه وروسته د څو ساعتونو لپآره جګړه روانه وه. ځایي خلک همدارنګه وایي چې هغوي د جګړې په دوران کې د څو نورو چاودنو غږونه هم اوریدلي دي.

چارواکي وایي چې د اورپکو پدې حملې کې یوه کشفي الوتکه چې امریکا پاکستان ته ورکړې وه، له مینځه تللې ده.

د طالبانو یوه ویاند ویلي دي چې دا حمله یې د القاعده د شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژل کیدو د بدل اخیستلو په خاطر کړیدي. اسامه بن لادن د همدې میاشتې په سر کې د پاکستان د ایبټ په ښار کې د امریکا د خاصو قواوو په یوې چاپې کې ووژل شو.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمن ملک چې د حملو سیمې ته پدې خاطر ورغلی ؤ چې وګوري څومره ورانی شویدی، وایي چې حکومت به اورپکو ته ماتې ورکړي.

د پاکستان د هوایي قواوو په اډې باندې په حملو کې 7 تنه وژل شوي
د پاکستان د هوایي قواوو په اډې باندې په حملو کې 7 تنه وژل شوي

"طالبانو او د القاعده شبکې پخوا اعلان کړی ؤ چې د پاکستان په وسله والو قواوو باندې به حملې کوي او دا د هغوي لومړی اقدام دی. په همدې خاطر ویل کیږي چې پاکستان په جګړه کې ښکیل دی، پاکستان د دې جګړې قرباني دی او پاکستان ته تاوان رسیږي. خو مونږ دا جرات لرو او هوډ لرو چې تر هغې به جګړه کوو چې دغه ترهګر ووژل شي. "

د پاکستان په پوځ باندې د خلکو انتقادونه ورځ تر بلې زیاتیږي ځکه چې په عنعوي ډول د پاکستان د پوځ سره د خلکو سر او کار دومره زیات نده خو اوس د خلکو سره دا پوښتنه پیدا شویده چې آیا د القاعده د شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته به د پاکستان امنیتی قواوو دا توان ولري او که نه چې هغوي وساتي.

عدنان افسر چې کور یې د مهران اډې سره نږدې دی د پاکستان د امنیتي قواوو په اړه یې خپل قهر او غوصه داسې څرګنده کړیده.

" تاسو ګورۍ چې د دې اډې شاوخوا څومره شدید امنیتي تدابیر نیول شویدي او عام سړی خو بیخي نشي کولی چې دې اډې ته دننه ننوزي، نو د دې نه مالومیږي چې زمونږ امنیتي قواوو بې کفایتي او غفلت کړیدی او پدې کار کې پاتې راغلي دي چې د هغوي مخه یې نیولې وه. "

انتقاد کوونکي همدارنګه وایي چې د پاکستان تندلارو ډلو په اعلامیو په ښکاره د دا شان حملو خبرداری ورکړی ؤ خو بیا هم سم تدابیر نه ؤ نیول شوي.

د پیښې یو بل واقعیت دا دی چې وسله وال کسان د دریو خواو نه اډې ته په ننوتلو او حملو باندې بریالي شویدي او د پاکستان په مطبوعاتو کې زیات خلک اوس دا اندیښنه لري چې آیا د دغو کسانو سره خو به داسې کوم چا لاس نه درلود چې د اډې دننه کار کوي او د سمندري قواوو سړی وي.

رپوټ وایي چې د همدې پوښتنې پر اساس د خلکو هغه اندیښنه نوره هم زیاتيږي چې د پاکستان په پوځ کې داسې کسان ورداخل شويدي چې د تندلارو ډلو سره مرسته او همکاري کوي.

د پاکستان د امنیتي قواوو په اړه دا اندیښنه هم په زیاتیدو ده چې نشي کولی په سمه توګه د اتومي وسلو په شمول د ملک د شتمنیو ساتنه وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه اکرام شیګل وایي چې د القاعده د شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته پکار ده چې حکومت او پوځ پدې پوه شوي وای چې په ملک کې حالات ممکن خطرناک شي او باید چې امنیتي قواوې یې د تیارسۍ په حال کې کړې وې.

" پکار ده چې زمونږ ټولې امنیتي قواوې د تیارسۍ په حال کې وي او زه بخښنه غواړم چې دا خبره کوم خو باید چې د یو چا سره حساب او کتاب وشي او ځیني اقدامات باید چې وکړی شي. "

د پاکستان حکومت د بن لادن د وژل کیدو په اړه چې په همدې خاطر دغه اړو دوړ رامنیځته شویدی، څلور څیړنۍ پیل کړیدي او چارواکي همدارنګه وایي چې د کراچۍ په ښار کې د پاکستان د سمندري قواوو د مهران په اډې باندې د حملې په اړه به هم بشپړ تحقیقات کوي.

XS
SM
MD
LG