د لاس رسي وړ اتصالات

افراطیانود پاکستان په هوايې اډه مرگانی برید کړی


یو ډله وسله وال چې اوتومات وسلې او راکټ لانچرونه ورسره وو، د پاکستان په شمالی برخه کې ددغه هېواد دهوايی ځواکونو په یوې لویې هوايې اډې باندې برید کړی. له ډېرې سختې جگړی نه ورو سته یو عسکر او نهه تنه افراطیان ووژل شول.

د پاکستان چارواکي وايی چې د کمره په نامه هوايې اډه له څو ساعته جگړې نه وروسته نن د پنجشنبی په ورځ اوس بیرته د پاکستان د چارواکو په ولکه کې ده. په دغه څو ساعته جگړه کې د دغی اډې قوماندان هم زخمی شوی دی. د پاکستان طالبانو ددغه برید مسوولیت په غاړه اخېستی دی. دغې افراطی ډلې دتیرو څو کلونو په موده کې د پاکستان یو لړ نظامی اډې په نښه کړي دي.

د پاکستان چارواکی وايې چې دغه نظامي اډه له اسلام اباد نه 60 کیلومتره لیري د شمال لویدیځ لوری ته پرته ده، خو دغه ځای د هیواد له اټومي وسلو سره کوم تړاونلری.
XS
SM
MD
LG