د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د بن لادن په مرگ پسې راوتلی امریکايي ونیوه


د پاکستان په شمال کې پولیس وايي، دوی هغه امریکايي ونیو چې وايي، غواړي د القاعدې مشر اسامه بن لادن ووژني.

دغه سړی د افغانستان سرحد ته نږدې د چترال په سیمه کې د پولیسو لاس ته ورغلی دی.

چارواکي وايي له گیري فولکر سره يي تمانچه، توره ، پیش قبزه او نظامی عینکی نیولې دي.

تازه خبر وايي، د نیول شوي کس ورور ویلي دي چې ورور یې لیونی نه دی.

د نیول شوي سړي کشر ورور سکاټ نن وویل چې له ورور سره یې له هغه وخت نه چې په ٢٠٠١ میلادی کې په امرېکا باندې حمله شوه دا شوق پیدا شو چې د القاعدی مشر را پیدا کړي او ویې وژني.

مقامات گیري فولکر کوښښ کاوه چې د افغانستان د نورستان سیمی ته واوړي ځکه چې هغه دوی ته وویل، بن لادن په دغه سیمه کې پټ دی.

مقامات وايي، هغه گیري فولکر نومیږي او په کلفورنیا کې یو ساختماني کارگر دی.

د فولکر ملگری وايي، دی یو کلک مسیحي دی، افغانستان او پاکستان ته يي ډیر سفرونه کړیدي.

پاکستاني پولیس وايي، فولکر د جون په دریمه نیټه چترال ته رسیدلی و او په یو محلی هوټل کې اوسیده.

هلته ځایي چارواکو دده سره یو ساتونکی ملگری کړی و او دا د پاکستان په لیرې پرتو سیمو کې د خارجیانو لپاره یو معمول کار دی.

پاکستاني مامورانو وروسته له هغه په فولکر پسې لټون پیل کړ چې ساتونکی ته پته ولگیده چې هغه لا درکه شوی دی.

XS
SM
MD
LG