پاکستان خبرداری ورکړی چي پاکستاني طالبان په نظر کي لري ددغه ملک لوړ رتبه چارواکي ددې دپاره وتښتوي چي په بدل کی یې د اسامه بن لادن خپل خپلوان آزاد کړي.
د القاعدې ددغه مشر درې میرمني او څو ماشومان د هغه وخت را پدې خوا چي د امریکا خاصو قواو د مې په دوهمه په ( اېبټ آباد ) کي بن لادن وواژه، د پاکستان په توقیف کي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ( رحمان ملک ) پرون د جمعې په ورځ وویل چي طالبان غواړي د پاکستان لوړ پوړي چارواکي وتښتوي او بیا هغوي د بن لادن د کورنۍ د غړو سره تبادله کړي. هغه د طالبانو ددغي دسیسې جزئیات توضیح نه کړل.
د پاکستان یو کمیسیون چي د امریکا د هغي حملې تحقیقات کوي چي بن لادن یې وواژه، ویلي دي چي د القاعدې د وژل شوي مشر بن لادن خپل خپلوان د هغه د اجازې پرته د پاکستان نه نه شي وتلای.
پاکستاني چارواکو مخکي ویلي وو چي د بن لادن دغه درې میرمني به چي یوه یمنۍ ده او دوې نوري د سعودي عربستان دي، د ملک نه وایستل شي.