د لاس رسي وړ اتصالات

زرداي د نیول شوې عیسوۍ په هکله د ریپوټ غوښتنه کړې


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د کورنیو چارو د وزارت نه غوښتي دي چې د هغې عیسوۍ نجلۍ د نیول کېدو په باره کې رپوټ ورکړي چې تور ورباندې لگیدلی دی چې مذهبي متونو ته یې سپکاوی کړی دی.

پولیس وایي دغه نجلۍ چې رامشه نومیږي، د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه توقیف شوه چې قهرجن خلک په اسلام اباد کې د هغې د کور شاوخوا ته غونډ شوي وو او ویل یې چې هغې، هغه پاڼې سوزولي دي چې د قران آِِیتونه ورباندې لیکل شوي وو. نورو ویلي دي چې هغې د پخلي دپاره هغه کاغذونه سوزول چې د ډیران نه یې غونډ کړي و.

پولیس وايي چې دغه نجلۍ به دوه اونۍ په توقیف کې وي چې په قضیې یی غور وشي. ولسمشر آصف علي زرداري نن د دوشنبې په ورځ ددغه نجلۍ توقیفول جدی وگڼله او د هغې د نیول کیدو په هکله یې د رپوټ غوښتنه وکړه.

ددې نجلۍ د عمر په باره کې رپوټونه مختلف دي ، ځینی وایې چې یوولس کلنه ده ځینې نور بیا د پولیسو له خولې وایي هغه شپاړس کلنه ده.

د بشري حقوقو مبارزین وايي، په پاکستان کې اسلام ته د سپکاوي قانون، ځيني وخت د مذهبي اقلیتونو د ځورولو دپاره استعمالیږي.
XS
SM
MD
LG