د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د آفتاب خان شیرپاه د موټرو پر کاروان ځانمرګه برید شوی


یوه ځان مرگه بم چونکي نن د شنبې په ورځ د پاکستان په شمال لویدیځ کي د یوه لوړ پوړي سیاستمدار د بدرگې په موټرو باندي حمله کړې، ېو پولیس یې وژلی او د محلي پارلمان یو غړی یې زخمي کړی دی.

ځایي چارواکي وایي چي حمله کونکي هغو موټرو ته په پښو ځان ورساوه چي د ( آفتاب خان شیر پاو ) بدرگه یې کوله. شیرپا و د پاکستان د پیپلز پارټۍ د یوې بیلي شوي ډلي مشر دی. په دې پېښه کي خپله شیرپاو ته څه تاوان نه دی رسیدلی.

دا حمله د خیبر پښتونخواه په ولایت کي هغه وخت وشوه چي شیرپاو او د هغه څو تنه ملگري د یوې سیاسي غونډي نه راستانه شوي وو.

XS
SM
MD
LG