د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پر ویکیپیډیا بندیز ولګاوه


د پاکستان د رسنیو تنظیموونکي ادارې د دوشنبې په ورځ فبروري شپږمه (سلواغې ۱۷) اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې يې د ویکیپیډیا په ویب سایټ بندیز لګولی دی.

پاکستان د ویکیپیډیا پر چلوونکو تور پورې کړی چې له خپل ویب سایټ څخه یې داسې مواد ندي لرې کړي چې ګومان کیږي اسلام ته پکې سپکاوی شوی او د مسلمانانو احساسات زیانمنوي.

منتقدینو د اسلام اباد دا اقدام غندلی او هغه یې پر انټرنیټي حقونو باندې ګوزار بللی دی.

په پاکستان کې د «قانون رسالت» جنجالي قوانینو له مخې، اسلام او پیغمبر ته سپکاوی جرم ګڼل کیږي او د مرګ سزا لري، که څه هم په دغه هېواد کې تراوسه پدې جرم څوک ندی اعدام شوی.

اسلام ته د سپکاوي تش تورونه هم زیاتره وخت په پاکستان کې د تاوتریخوالي ډکو مظاهرو سبب شوي دي. د بشري حقونو ملاتړې ډلې وايي، په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي تورونه زیاتره وخت د مذهبي اقلیتونو د ډارولو او شخصي ګټو لپاره کارول شوي دي.

د پاکستان د مخابراتو اداره وايي، ویکیپیډیا یې ځکه بنده کړه چې تنظیموونکو یې له ویب سایټ څخه د داسې موادو د لرې کولو دپاره د ۴۸ ساعتونو ټاکلی ضرب الاجل له پامه غورځولی چې د پاکستان د مخابراتو د ادارې د یوې ویاندې ملالت عبید په خبره، "د مسلمانانو احساسات زیانمنوي."

هغې وويل، پاکستاني مقامات د ويکيپيډيا له چارواکو سره په خبرو بوخت دي او که دغه ویب سایټ د اسلام ضد مواد په بشپړه توګه پاک کړي نو ښايي په پاکستان کې پرې لګېدلی بندیز لرې شي.

د ويکي ميډيا بنسټ چي د ویکيپیډیا ویب سایټ چلوي، د شنبې په ورځ دا بنديز تاييد کړ او ويې ويل: "موږ هيله لرو چې د پاکستان حکومت د بشري حق په توګه پوهې ته د لاسرسي درناوی وکړي او زموږ سره مرسته وکړي چې د ويکيپيډيا او ويکي ميډيا پروژې په سمدستي توګه بیرته پرانیستل شي ترڅو د پاکستان خلک وکولی شي د معلوماتو ترلاسه کولو ته دوام ورکړي او پوهه له نړۍ سره شریکه کړي."

پاکستان له دې وړاندې په تیک ټاک اپلکیشن هم د "غیر اخلاقي او فحش" موادو د خپرولو په تور د لنډ وخت دپاره دوه ځله بندیز لګولی وو.

همدارنګه، په ۲۰۰۸ کې، پاکستان پر یوټیوب باندې هم له دې کبله بندیز لګولی وو چې په ویډیوګانو کې یې د اسلام د پیغمر تصویر خپور کړی دی.

XS
SM
MD
LG