د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د بس د چپه کیدو له امله ۲۵ کسه وژل شوي


پاکستاني چارواکي وايي چې یو بس موټر چې په کښي د یوه واده ګډونوال سپاره وو د دغه هیواد په شمال کې یوې کندې ته ولېدلی دی ۲۵ کسه په کښي وژل شوي دي.

د محمد ضیا په نامه یوه سیمه ایز چارواکي وویل چې پېښه د اسلام آباد په ۷۰ کیلومیټرۍ کې د کهوټه په سیمه کې شوې ده. په بس موټر کې ۱۰۰ کسه سپاره وو چې د یوه واده څخه راستانه شوي وو. نوموړي چارواکي وویل چې په پېښه کې په لسګونو تنه ټپیان شوي هم دي او نږدې روغتونونو ته د درمنلې په خاطر انتقال شوي دي.

XS
SM
MD
LG