د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې بس اور اخیستی ۱۶ ماشومان سوځېدلي


د پاکستان په ختیځه سیمه ګجرات کې شنبې په ورځ د ښوونځي په یو بس موټر کې د ګازو د ډبۍ د چاودنې له امله یو معلم او شپاړس زده کوونکي ټول سوځیدلي او مړه شويدي.

په لومړنیو راپورونو کې ویل شوي وو چې د سروېس ټولې سپرلۍ ددې پېښې قرباني شویدي.

پولیس وایي د اسلام اباد جنوب ته په ګجرات ښار کې د ښوونځي په بس کې چاودنې ټول بس سوځولې او اولس تنه پکی سوځید لي اومړه شوېدی.

رپوټونه د چارواکو له قوله وایي گڼ شمیر نور ماشومان ټپیان او په روغتون کې دعلاج لپاره بستر کړل شوي دي.

دپولیسو یوه منصبدار اعجاز احمد وویل چې پنځه ماشومان زخمي شویدي. په دې کې درې تنه زیات زخمی شویدي. رپوټ وايي ماشومان د 6 او دولس کلونو ترمنځ عمرونو کې وو.

پولیس وایي چاودنه د هغه سویچ له وجې شوی چې موټروانان یې د تیلو او گازو ترمنځ په کارولو استعمالوي.دا بس موټر د سونگ په دواړو ډولو موادو چلیدلو.

دښوونځۍ یوې نجلۍ د پاکستان د جیو تلویزیون ته وویل چې موټروان هغه وخت وتښتیدی چې موټر د اور په لمبو کې راتاو سو. په عین حال کې د پولیسو یوه منصبدار هم ویلي دي چې موټروان په داسې حال کې تښتیدلی چې ماشومانو د مرستې لپاره چیغې وهلې . پولیس زیاتوي چې هغه کولی شول چې ډیرماشومان وژغوري.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداری ویلي دي چې دی په دې پېښه ډېرزیات خواشینی او حیران شوی دی. هغه چارواکو ته وویل چې د ټپي ماشومانو لپاره د علاج ښه شرایط برابر کړي.
XS
SM
MD
LG