د لاس رسي وړ اتصالات

د بخښنې سازمان: پاکستان کې د بشري حقونو په فعالینو سایبري حملې کیږي


کمپیوتري بریدونه
کمپیوتري بریدونه

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې په پاکستان کې د بشري حقونو فعالین او مدافعین د سایبري په نښه شویو بریدونو له گواښ سره مخامخ دي.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ (می ١٥) د یو رپوټ په خپرولو سره ویلي چې انټرنیټي هکران یا بریدگر په ټولنیزو رسنیو کې له جعلي حسابونو نه په استفادې او یا د کمپوټري ویروسونو نه د ډکو ایملونو په لیږلو سره په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان په نښه کوي او په انټرنیټ کې د هغوی فعالیت څاري.

د بخښنې په نړیوال سازمان کې د نړیوالو اړیکو مسؤل شریف السید علي ویلي دي چې د پاکستاني فعالینو په نښه کولو لپاره له "پیچلو او شره ډکو" لارو چارو کار اخیستل کیږي.

ددې سازمان څلور میاشتنۍ پلټنې ښیي چې په پاکستان کې د بشري حقونو د فعالینو او د مدني ټولنې د غړو په ضد سایبري حملو کې په پاکستان کې میشت یو شمیر شرکتونو او افراد لاس لري.

په رپوټ کې د مثال په توگه د "ثنا حلیمي" په نامه د فیسبوک یوه کارونکې کیسه ذکر شوې چې چې ادعا کوي یوه افغانه او د ملگرو ملتونو کارکوونکې ده او په دوبۍ کې ژوند کوي په لاهور کې د یوې پیژندل شوې فعالې دیپ سعیدې سره د فیسبوک له لارې اړیکه نیسي او له دې لارې د هغې تیلیفون او یا کمپیوتر ته ویروس لیږي.

د بخښنې نړیوال سازمان بیا مومي چې دغه فیسبوکي حساب جعلي و. په رپوټ کې په همدې ډول نورې پیښې هم شته چې په کې د پاکستاني مقاماتو په نوم د بشري حقونو د فعالینو ادرسونو ته کمپیوتري ویرسونه لیږل شوي دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو په فعالینو باندې د انترنیټي بریدونو رپوټ په داسې حال کې خپریږي چې د بخښنې د نړیوال سازمان د شمیرو په بنسټ په هغه هیواد کې د خبریالانو، بلاگرانو په شمول د بشري حقونو د مدافعینو فعالیت او هدماشان سوله ییزې مظاهرې گواښي او د تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د پاکستان له حکومت نه غوښتي چې د بشري حقونو پر مدافعینو باندې د انټرنیټي بریدونو په اړه پلټنې وکړي او په مجازي فضا کې ددغو فعالینو د فعالیت امنیت تامین کړي.

XS
SM
MD
LG