پاکستاني رسنۍ په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار، سرتاج عزیز له قوله لیکلي دي چې په نیپال کې د سارک د سازمان مشرتابه په اسلام اباد کې د دغه سازمان کیدونکې غونډه ځنډولې ده.
د سارک سازمان دغه غونډه وروسته له هغه وځنډوله چې د هند څخه وروسته افغانستان، بنگله دیش او بوتان اعلان وکړ چې په اسلام اباد کې د سارک د سازمان په غونډه کې به گډون ونکړي.
د افغانستان حکومت پریکړه کړې ده تر څو چې د سیمې عمده امنیتي مسایل حل نشي په اسلام اباد کې د سارک سازمان په کیدونکې غونډې کې به برخه وانخلي.
د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوری د چهارشنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل تر هغه پورې چې د سیمې امنیتي مسایل واضح او حل نشي، د دغو مسایلو په وړاندې واضح اقدامات ونشي، افغان حکومت به د سارک سازمان په غونډه کې به گډون ونکړي.
تر دې یوه ورځ مخکې د هند د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ ویلي و چې د هند صدراعظم نریندرا مودي، د هند او پاکستان په سرحد کې د ورستي برید له امله د سارک د سازمان په غونډه کې گډون نه کوي.
د هند او پاکستان تر منځ اړیکې هغه مهال کړکیچنې شوې چې هند په کشمیر کې په روانې میاشت کې د هند پر پوځي اډې باندې د مرگوني برید پړه پر پاکستان واچوله.
هند ادعا کوي چې د سپتمیر په اتلسم باندې یو ډله یاغیان چې د پاکستان له سرحد څخه اوښتي و د هند تر ولگې لاندې کشمیر کې د پوځ په یوې اډې باندې برید وکړ چې پکي ١٨ پوځیان ووژل شول. دا په سیمه کې په تیرو ١۴ کلونو د هند امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو درانه اوښتي تلفات دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند وکاس سوارپ ویلي چې هند په نیپال کې د سارک د سازمان مشرتابه ته په دې هکله خبر وکړی.
"د پاکستان له خوا ترسره شوي ترهگریزو بریدونو او او د دغه غونډې د غړو هیوادونو په کورني چارو کې د پاکستان د مداخلې له امله چې یو نا مساعده چاپیریال یې جوړ کړی هند نشي کولای په نوامبر میاشت کې په اسلام اباد کې د سارک نولسمې غونډې کې برخه واخلي."
هند ته د بنگله دیش عالي کمیشنر سید معظم هم ویلي چې د سارک په غونډه کې د نه گډون خبر یې په نیپال کې د سارک مشرتابه ته ورکړی.
ښاغلي معظم زیاته کړه "بنگله دیش سارک سازمان سره مقاطعه نده کړې بلکه د سارک مشر، د نیبپال صدراعظم ته یې اطلاع ورکړې چې د اوسنيو شرایطو په نظر کې نیولو سره دا غونډه به مشخصې او د قناعت وړ نتیجې ونلري نو ځکه به په اسلام اباد کې د سارک کیدونکې غونډه کې گډون نه کوي."
خو پاکستان د هند د دغې پریکړې په ځواب کې ویلي چې د کشمیر په تړاو په اسلام اباد باندې لگیدلي تورونه درواغ دي او هند باید د تورونو د لگولو مخکې بشپړ تحقیقات وکړي.
د پاکستان د تحریک انصاف گوند مشر عمران خان د پاکستان په وړاندې د هند تهدید ته داسې ځواب وکړ.
"هند چې پاکستان ته دا ډول گواښونه ورکوي باید پوه شي چې جگړه د حل لاره نده، دویم دا چې حتی که هند لوی پوځ هم ولري او که جگړه هم پیل کړي، پاکستان به په متحده توگه د دې جگړې په وړاندې ودریږي."
متحده ایالات وایي چې پاملرنه یې پر پاکستان متمرکزه کړې څو خپله خاوره کې د ترهگرو په وړاندې جگړې کې د اسلام اباد وړتیا لوړه شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال مارک تونر وویل پاکستان د ځینو ترهگرو ډلو په وړاندې چې د پاکستان په سرحد کې دننه بریدونه ترسره کوي پرمختگ کړی.
"او مونږ به هم په پاکستان فشار راولو چې د هغو ډلو په وړاندې اقدام وکړي چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د خوندي ځایونو په لټه کې دي."
په اسلام اباد کې د سارک په غونډې کې د مودي د نه گډون پریکړه د پاکستان د منزوي کیدو د تگلارې یوه برخه بلل کیږي. هند وایي دا کار یې په لوی لاس کړی څو د ملگري ملتونو په عمومي غونډې او د جي شل په غونډو کې په نړیواله کچه د ترهگرۍ سره د پاکستان د اړیکو درلودو مسله رابرسیره شي.