د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او چین ګډ پوځي تمرینات کوي


د چین او پاکستان هوايي قواوو پدې وروستیو کې د ژینګیانګ د ایغور په خود مختارې سیمې کې یو لړ پوځي تمرینات پیل کړي دي.

پدغو تمریناتو کې له هوا څخه د اهدافو په نښه کول او د شپې لخواد ګزمې شاملې دي.

د چین دولتي ټلویزیون خبر ورکړی چې تمریناتو کې د چین J-11B ،JH-7 او د پاکستانJF-17 جنګي جټ الوتکې ګډون لري.

د رسنیو په حواله بم غورځونکو الوتکو تیره پنجشنبې او جمعه د شپې لخوا خپله لومړۍ ګزمه وکړه.

د چین دولتي خبري آژانس ددغو پوځی تمریناتو هدف د پاکستان او چین ترمنځ د ستراتیژیو په پلې کولو کې د همکاریو زیاتول ښودلي دي.

تمرینات د سپټامبر په ۷ پیل شوي او تر چهارشنبې ورځې پورې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG