د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران اتومي موافقه پاکستان ته هم گټه رسوي


پاکستان غواړي د غازو د پایپ لاین ځنډیلې پروژه د چین په پانگه بشپړه کړي.
پاکستان غواړي د غازو د پایپ لاین ځنډیلې پروژه د چین په پانگه بشپړه کړي.

پاکستان هیله من دی چې د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د اتومي معاملې نه یو لومړنی گټه اخیستونکی هیواد شي او د اوږدې مودې راهیسې د غازو د پایپ لاین ځنډیلې پروژه بالاخره د چین په پانگه بشپړه کړي.

پاکستان د کلونو راهیسې په دې پلان بوخت دی چې د خپل هیواد د انرژۍ د کمبود د پوره کولو لپاره له ایران څخه د غازو د واردولو لپاره یو پایپ لاین وغزوي.

خو پر ایران باندې د بندیزونو له کبله ددې پایپ لاین کار وځنډید. په نتیجه کې پاکستان د چین په مرسته د یوې موازي پروژې پلان جوړ کړ چې طبیعي مایع غاز ددې هیواد د بلوچستان ایالت گوادر ساحل ته ولیږدول شي او بیا له هغه ځایه د ٧٠٠ کیلو میتره اوږد پایپ لاین له لارې د پاکستان نورو سیمو ته ورسول شي.

ټاکل شوې چې دغه پروژه د اکتوبر په میاشت پیل او د دیرش میاشتو په ترڅ کې بشپړه شي.

د ایران او پاکستان د غازو د پایپ لاین پروژه
د ایران او پاکستان د غازو د پایپ لاین پروژه

د پاکستان د تیلو د چارو وزیر شاهد خاقان عباسي وایي " سمدستي وروسته له هغې چې بندیزونه لېرې شول، یواځې اتیا کیلومیتره پایپ لاین پاتې دی چې مونږ یې وغزوو چې کیدای شي کار یې په شپږ میاشتو کې بشپړ شي."

د پاکستان د تیلو د چارو وزیر وویل چې ددې پروژې لگښت به د پاکستان او چین له خوا تمویل شي خو زیاته برخه به د چین ورکول کیږي.

ښاغلي عباس زیاته کړه چې " دا د دوه میلیاردو ډالرو پروژه ده چې په سلو کې ٨٥ یې د چین د ای پي سي د کمپنۍ له خوا تمویلیږي او ١٥ فیصده به یې د پاکستان د تیلو د وزارت له لورې ورکړل شي."

د پاکستان همدغه ساحلي بندر به د چین او پاکستان د اقتصادي لارې اصلي زړی وي چې د پلان له مخې لویدیځ چین به د پاکستان له لارې له سمندر سره وتړي او په پراخه توگه به د چین څخه منځني ختیځ او اروپا ته د کشتیو له لارې د مالونو د لیږدولو وخت او لگښت راکم کړي.

XS
SM
MD
LG