د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان په هنگو کې امریکایي ډرون حمله سخته غندلې


د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه
د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه د پاکستان د خیبر پښتونخوا د هنگو په سیمې کې د ډرون حمله غندلې ده. په دغه حمله کې د حقاني د شبکې دوه تنه ووژل شول.

د پاکستان امنیتي منابعو د چارشنبې په ورځ وویل چې د سه شنبې د ورځې د ډرون په حملې کې د مشکوکو ترهگرو پناه ځای په نښه شویدی.

عیني شاهدین وایي چې په دغې حملې کې دوه تنه وژل شویدي چې یو یې د حقانې شبکې قوماندان ابوبکر و.

د پینټاگان ویاند ویلي دي چې د امریکا د دفاع وزارت په پاکستان کې حمله نه ده کړې.

د امریکا استخباراتي اداره سي آی اې اکثر د ډرون بریدونه کوي خو د پاکستان سره د تفاهم په اساس دغه بریدونه نه تائیدوي.

په تیرو څو کلونو کې د امریکا او پاکستان تر منځ د ډرون د حملو په وجې تشنج پیدا شویدی. د پاکستان د پوځ د لوی درستیز باجوه د سه شنبې د ورځ د دغې برید د غندلو نه داسې ښکارې چې د دواړو ملکونو تر منځ یو ځلې بیا اړیکې خرابیدی شي.

جنرال باجوه په خپلو خبرو کې وویل چې واشنگټن دی ورسره د هغه معاملو په هکله چې په ضد یې اقداماتو ته ضرورت وي، استخباراتي معلومات شریکوي.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان پوځ د دی صلاحیت لري چې پخپله د ترهگرو په ضد عملیات وکړي.

جنرال باجوه دغه خبرې په پیښور کې د پوځ په یوې غونډې کې کړېدي.

د ولسمشر ټرمپ د دور لومړنۍ حمله

دا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دورې کې په پاکستان کې د ډرون لومړنۍ حمله ده.

د ډرون حمله په داسې وخت کې کیږې چې پاکستان دا اعاگانې کوي چې په قبایلي سیمه کې د ترهگرو په خلاف د دریو کلونو راهیسې عملیات کوي او دغه سیمه یې د ترهگرو نه پاکه کړیده.

امریکایي چارواکي د ډیر وخت راهیسې وایي چې د پاکستان استخباراتي ادره آی ایس آی د طالبانو ملاتړ کوي او په افغانستان کې حملې کوي.

د ټرمپ حکومت وایي چې د افغانستان په هکله به د امریکا نوي پالیسې ‏ژر وړاندې کړي. په امریکا کې د افغانستان او پاکستان چارو کارپوه مایکل کوگلمین وایي چې د ډرون دا تازه حمله کیدی شي د ټرمپ د پالیسي برخه وي.

امریکا د پاکستان او افغانستان په گډ سرحد باندې څو ځله د ډرون بریدونه کړیدي چې د طالبانو او د حقاني د ډلې ځینې مهم کسان پکې وژل شویدي.

XS
SM
MD
LG