د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د کرکټ په لوبغاړو د رشوت خورئ او جعلکارئ تور لگیدلی


د پاکستان ټیم دا وخت د برتانیې په خلاف د لوبو لپاره په هغه ملک کې دی.
د پاکستان ټیم دا وخت د برتانیې په خلاف د لوبو لپاره په هغه ملک کې دی.

د برتانیې پولیسو داسې یو نفر نیول دی چی گومان کیږی ، د انگلستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د لوبې په وخت یې ځینو لوبغاړو ته یې په لوبه کې د درغلئ لپاره رشوت ورکړیدی.

د نیوز اف د ورلډ په نوم د انگلستان مشهوری ورځپانی د یکشنبی د ورځی په گڼه کی لیکلی چی د مظهر مجید په نوم یو تجار چې په لندن کې ژوند کوي، د پاکستان د کرکټ د ټیم ځینو لوبغاړو ته پیسې ورکړیدي چې د قمار د یوې معاملې لپاره کمزورې لوبه وکړي.

دغې ورځپاڼې لیکلي چې د دوی یو خبریال په مخفي توگه د هغه نفر سره چې د درغلئ دا ټوله دسیسه یې جوړه کړیده خبرې کړی دي او د ده د خبرو ویډیوی فلم یې هم جوړ کړی دی. په دې فلم کی ښکار شوی نفر وایي چې زه درته یو ورځ وړاندې ویلای شم چې د لوبې په کوم ساعت کې به کوم (نو بال) یا فاول کیږي.

د پاکستان د کرکټ بورډ
د پاکستان د کرکټ بورډ

د نیوز اف د ورلډ ورځپانه وایي چې دوی د کرکټ په لوبه کې ددغې درغلئ په باب ټول معلومات د سکاټ لینډ یارډ استخباراتي شبکې ته وړاندې کړیدي.

د سکاټ لینډ اداره وایی چی دوی د ورځپاڼې لخوا ورکړل شوو معلوماتو په اساس یو ٣٥ کلن تن نیولی دی. د برتانیې پولیسو په دې قضیه کې د پاکستان د کرکټ د ټیم د لوبغاړو نه هم پوپښتنې گروېږنې کړي دي.

د کرکټ لوبه چی په جنوبی اسیا کې ډیر زیات مینه وال لري خو د څو کاله راهیسې پکې د قمار، درغلیو او نورو ناجایزو پلانونو کیسې زیاتې شویدي.

XS
SM
MD
LG