د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان وروستي سیاسي او پوځي انکشافات


د پاکستان داداری فساد ضد ادارې رئیس وایي دوي فیصله کړیده چې لومړی وزیر راجه پرویز اشرف ، د سترې محکمې د حکم برسیره د اداري فساد ضد تورونو له امله ، توقیف نکړی، ځکه چې دغه اداره د لومړي وزیر د نیولو لپاره کافي شواهد نلري.

د ملي احتساب د اداري رئیس فصیح بخاري، محکمې ته نن د پنجشنبی په ورځ ووېل چې دی په کافې اندازه شواهد نلري چې ښاغلي اشرف د اداري فساد په رسمي تورونو توقیف کړی.
د سه شنبې په ورځ، سترې محکمې امر وکړ چې صدراعظم او 15 تنه نور د اداري فساد دتورونو په تړاو د شخصي برېښنا کوټ د لرلو په تور ونیسي.

ښاغلی اشرف په دې تورن دی چې د برېښنا د بندونو د جوړولو د شرایط د برابر ولو لپاره یې رشوت اخیستی دی. ددغو بندونو د جوړولو هدف دا وو چی د پاکستان د برېښنا کمبوت پوره کاندی. خو هغه په خپله دا تورونه ردوي.


له بلی خوا اسلامي عالم طاهر القادري وایي نن یي د مظاهرې وروستۍ ورځ ده او د ده پلویان به په اسلام اباد کې د پارلمان په مخکي داعتراض په ډول کیني. هغوي غوښتنه کوی چې دا حکومت دی ړنگ شي. طاهر القادری دپاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري سره د خبرو غوښتنه کړې ده. طاهر القادري وايي چې که دوي ته دا موقع ورنکړل شي نو سبا ته به نوي تګلاره وړاندې کړي، خو هغه په دې برخه کې تفصیلات ورنکړل.

ټاکل شویده چې د پاکستان حکومت د روان کال دمې په نیمايي کې پارلمانی انتخابات وکړي او موجوده پارلمان به دوه میاشتې مخکی منحل شي. خو ښاغلی قادری پرحکومت غږ کوی چې سمدلاسه استعفې وکړي او د یوه لنډمهاله حکومت لپاره لاره اواره کړي چې درشوت او اداری فساد رېښې له دې ملک نه وباسي. قادری وايی چې ددغو نیمگړتیاو علت په مداوم ډول داېنرجی کموالی دی چې اقتصادی وده یې سوکه کړیده او جرایم یې زیات کړېدي. دغه راز دې کار د طالبانو بغاوت ته هم لمن وهلې ده.


دغه انکشافات په داسې حال کې کېږي چې پاکستان د شمال لویدیځو سیمو په زرهاو اوسیدونکي او اعتراض کوونکي پرون په پیښور ښار کې د مظاهرو دپاره را ټول شوي وو. هغوي د پاکستان د پوځ خلاف شعارونه ورکول او دهغو پنځلس ځایي کلیوالو مړي یې له ځان سره راوړي وو او عامو خلکو ته ېې وښودل چې په خپلو کورونو کې دامنیتی قواو له خوانه د شپې په ناڅاپي بریدونو کې ووژل شول.

دغو مظاهره چیانو د پاکستان د امنیتي ځواکونو د ناڅاپي بریدونو په خلاف خپل اواز اوچت کړی دی. هغوي ویل په نیمه شپه یې د دوي پر کورونو باندې چپاوونه غورزولي او په حملو کې یې اتلس تنه وژلي دي. دوي ددې پوځي بریدونو د قربانیانو جسدونه د څرگندونې لپاره راوړي و. د پاکستان حکومت د خیبر اجنسۍ په شان په قبایلي سیمو کې د سخت دریځو ډلو په وړاندې نوي پوځی او تصفیوی عملیات پیل کړي دي.
له دغو مظاهرونه یو څو ساعته ورو سته پولیسو خلک د اوبو په توپونو او اوښکو بهوونکو گازونو باندې خواره واره کړل.

د چارشنبی په ورځ مظآهره چېانو دغه 15 مړي په داسې حآل کې چې په کمپلو کې تاو شوي وو، له ځان سره راوړي وو. دغې پېښې کې د هغې پېښی ېاد تازه کاوه چې د پاکستان د کویټی په ښار شیعه مسلمانانو راټول شوی وو او له دینه یې انکار کاوه چې خپل مړي خښ کړي. دغه شیعه گان د یاغیانو په برېدونو کې وژل شوی وو. هغوي څلور ورځی له دېنه انکار وکړ چې خپل مړي ښخ کړي، وروسته بېا حکومت دې ته اړشو چې دهغوي غوښتنی ومني. په دې کې یوه غوښتنه دا وه چې د بلوچستان شاوخواته حکومت ړنگ کړي. اسلامي احکام هدایت کوي چې مړي باید څومره ژر چې امکان ولري، هماغومره ژر خاوروته وسپارل شي.

د بشري حقونو د ډلو او د سیمې د اوسیدونکو په ادعا پوځ پدې سیمو کې بشري حقوق تر پښو لاندي کوي. مظاهره کونکي چی شمیر به یې شاو خوا دریو زرو ته رسیدو، په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د ایالتي والي کور مخې ته د حکومت پر ضد شعارونه ورکول. پدوي کې یو چې شبیر احمد نومیده وویل وسله والو چې یو ډول یونیفورم یې په تن و، د هغه څلور ورونه او پلار یو ځای ووژل.



XS
SM
MD
LG