د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: په پاکستان کې زمونږ ډیپلوماتان زورول کېږي


د امریکا د باندنیو چارو د وزارت داخلي ریپوټ وايي چې د تیرکال د پټو عملیاتو له امله چې په لړ کې یې دالقاعدې مشر اسامه بن لادن ووژل شو، په پاکستان کې د امریکا ډيپلوماتان د حکومتي چارواکو په لاس د قصدي او سیستماتیک زورونې سره مخامخ دي.

په ریپوټ کې راغلي دي چې امریکايي ادارې د اوږدې مودې راهیسي په پاکستان کې د غیر معمول خنډ سره مخامخ وې خو اوس دغه خنډ د اسامه بن لادن د وژل کېدو وروسته مخ پر زیاتېدو دی.

امریکايي ډیپلوماتان په پاکستان کې د ویزو په برخه کې، د توکو د استولو په برخه کې او د ساختماني پروژو په برخو کې د ستونزو سره مخامخ دي.

خو زیات شمیر داسي برخې هم وې چې په کښي زورنه اوج ته رسېدلې وه او په لړ کې یې چارواکو د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

دغه مسایل په هغه ریپوټ کې راغونډ شوي دي چې د امریکا د باندنیوچارو د وزارت عمومي څارونکي د اسلام آباد د سفارت په هکله جوړ کړی دی. په ریپوټ کې په اسلام آباد کې د امریکا د سفارت د کارمندانو ستاینه شوې ده چې په ډیرو پیچلو شرایطو کې یې چې ځيني وخت کوربه هېواد متحد وي او ځیني وخت دښمن، کار ترسره کړی دی.

د امریکا او پاکستان ترمنځ اړیکې د یو لړ پېښو له امله اغیزمنې شوې، چې په کښي د یو امریکايي قرار دادي له خوا د دوو تنو پاکستانیانو د وژلو پېښه، په کابل کې د امریکا پر سفارت باندي د برید مسله او د بن لادن د وژلو مسله شامله ده.

XS
SM
MD
LG