د لاس رسي وړ اتصالات

پر پاکستان د طبیعي افتونو د راتلو امکان دی


پروسږکال په پاکستان کې د ډیرو سختو بارانونو له امله د ټول ملک پنځمه برخه سیلاب لاندې کړې وه، ٢٠ میلونه خلکو ته زیان ورسیده او١٥٠٠ کسان مړه شول.
پروسږکال په پاکستان کې د ډیرو سختو بارانونو له امله د ټول ملک پنځمه برخه سیلاب لاندې کړې وه، ٢٠ میلونه خلکو ته زیان ورسیده او١٥٠٠ کسان مړه شول.

د ملگرو ملتونو یوه لوړ پوړې ماموره، چې په نړۍ کې د قدرتي افتونو د زیان د کمولو لپاره د لارو چارو په پیدا کولو لپاره کار کوي، وايي ډیر امکان شته چې پاکستان به د ډیرو سختو قدرتي افتونو سره مخامخ شي او د راتلونکو افتونو لپاره ځان ښه چمتو نه کړي او کار ونه کړي نو شاید چې ډیر زیات ځاني اومالي تاوانونه به وگالي.

د قدرتی افتونو سره د مبارزې لپاره د ملگرو ملتونو د ادارې امرې، مارگېټه والسټرام، پرون وویل که پاکستان خپل ځان پوره چمتو نه کړي نو په راتلونکي کې به ونشي کولای چې دومره زیات ځاني او مالي تاوان برداشت کړي.

هغې دا تبصره پرون پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې وکړه. نوموړی په پنجاب کې سیلاب زبلې سیمې هم ولیدلې. میرمن مارگاریته وايي ملگري ملتونه په دې باور دي چې پاکستان باید طبعي افتونو د تاوان او زیان د کمولو لپاره کار وکړي چې په دې کې د سیلاب د اوبو نه د خوراکي موادو د گودامونو خوندي کول او په لوړه زمکه باندې د کورونو جوړول شامل دي.

پروسږکال په پاکستان کې د ډیرو سختو بارانونو له امله د ټول ملک پنځمه برخه سیلاب لاندې کړې وه،٢٠ میلونه خلکو ته زیان ورسیده او١٥٠٠ کسان مړه شول.

نړیوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک وايي چې پاکستان ته ١٠ میلیارده ډالر تاوان ورسېد.

XS
SM
MD
LG