د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وایي شکیل افریدی یې د سي آی اې سره د همکارۍ په خاطر ندی نیولی


هغه پاکستانی ډاکټر چي د اسامه بن لادن په پیداکولو کي یې د امریکا سره مرسته وکړه، په دې تور نه دی نیول سوی چي د سي آی اې سره یې کار کاوه، بلکي په دې تور بندي سوی دی چي هغه د یاغیانو سره اړیکي درلودې.

د قبایلو یوې محکمې تیره هفته په ډاکټر شکیل افریدي باندي د ٣٣ کالو بند سزا را وایستله. په افریدي باندی دا تور لگیدلی و چي د واکسین کولو جعلي فعالیت یې پیل کړی و چي له دې لاري د القاعدې د مشر او د هغه د کورنۍ د غړو د

( ډي این اې ) سمپلونه پیدا کړي او د پاکستان په اېبټ آباد کي د هغه موجودیت تایید کړي. د امریکا خاصو قواو د تیر کال د مې په میاشت کي بن لادن وواژه.

د یوې محکمې د اسنادو نه چي پرون د چهارشنبې په ورځ خپاره شوي او امریکا غږ ته رسیدلي دي داسي ښکاري چي په خیبر ایجنسۍ کي د قبایلو محکمې ډاکټر افریدی په دې تور ملزم کړی دی چی په سیمه کي یې د یاغیانو سره مرسته کوله. د محکمې د فیصلې له مخي دغه ډاکټر د یاغیانو د یوې لغوه شوي ډلي ( لشکر اسلام ) د قوماندانانو سره کتل او د هغوي طبي علاج یې کاوه دارو درمل یې ورکول او مالي مرستي یې ورسره کولې.

په سند کي دا هم ویل شوي دي چي د تحقیقاتو په یوه رپوټ کي داسي شواهد سته چي وایي افریدي د خارجي استخباراتو د ادارو سره همکاري کوله، مگر د خیبر پښتونخوا محکمه په دې اړه د قانوني فیصلې کولو صلاحیت نه لري. دغي محکمې ویلي دي چي دغه شواهد دي کومي با صلاحیته محکمې ته واستول شي چي په اړه یې فیصله وکړي.

د شکیل افریدي ورور جمیل افریدي په دې هفته کي ویلي و چي دده د ورور عادلانه محاکمه نه ده شوې او هوډ یې وکړ چي استیناف به وغواړي. جمیل افریدي د امریکا غږ شره په مرکه کي د خپل ورور د بندي کیدو له کبله اندیښنه څرگنده کړه او ویې ویل چي په زندان کي دننه باید د هغه محافظت او ساتنه وسي.

ددې هفتې په سر کی د پاکستان صدراعظم یوسف رضا گیلاني د ډاکټر افریدي فعالیتونه « جدي تیری » وباله، مگر ویې ویل چي هغه ددې حق لري چي په عادلانه توگه محاکمه سي.

امریکا د افریدي بندي کیدل غندلي او د هغه آزادي یې غوښتې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاق ( مارک ټونر ) پرون د چهارشنبې په ورځ په واشنگټن کي خبریالانو ته وویل چي د بهرنیو چارو وزیري دا په واضح توگه ویلي دي چي د افریدي د بندي کولو لپاره هیڅ ډول دلیل نه سته. هغه وویل چي د بهرنیو چارو وزارت د محکمې د اسنادو په اړه چي په ډاکټر باندي د پخوانیو الزامونو نه فرق لري د اسلام آباد نه وضاحت غواړي.

XS
SM
MD
LG