د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: بې پیلوټه الوتکو شمالي وزیرستان کې ۲۴ تنه ووژل


پاکستان: بې پیلوټه الوتکو شمالي وزیرستان کې ۲۴ تنه ووژل
پاکستان: بې پیلوټه الوتکو شمالي وزیرستان کې ۲۴ تنه ووژل

د پاکستان د استخباراتو ماموران وايي چې نن دافغانستان سرحد ته څېرمه دپاکستان د شمالی وزېرستان په قباېلی سېمه کې د یوې بی پېلوټه امرېکایې الوتکې په حمله کې کم تر کمه ٢۴ تنه جنگېالی وژل شوي دي.

پاکستاني مامورانو وویل چې الوتکې څلور توغندي په یوه کور باندې د شمالي وزیرستان د دته خیلو په کلی کی وار کړل. ماموران وايي چې پرون د چهارشنبی په ورځ په همدغه ځای کی د یوې بی پېلوټه الوتکې په برېد کې ٥ کسان وژل شوي وو.

په داسی حال کې چې امریکا په شمالي وزیرستان کې د القاعدې او طالبانو د شک لاندې مرکزونو باندې هوايي حملې زیاتې کړي دي. په روانه هفته کې بې پیلوټه الوتکو په نوموړې قبایلی سیمه باندې شپږ وارې بریدونه وکړل.

د امریکا متحده ایالات په دغو عملیاتو باندې په ښکاره توگه اعتراف نه کوي خو کارپوهان په دې باور دي چې اسلام اباد ورسره پوره مرسته کوي.

په ظاهري ډول د پاکستان حکومت په قبایلی سیمو باندې تل ددغه راز هوايي حملو غندنه کوي او وايي چې د امریکا د حکومت دا عمل یې د خاورې د بشپړتیا پرخلاف دي.

XS
SM
MD
LG