د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالي وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکې ۸ یاغیان وژلي


د پاکستان په شمال ختیځ کې امنیتي مامورین وايي چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۸ کسه یاغیان وژل شوي دي. چارواکي وايي چې د بې پیلوټه الوتکې دوو توغندیوو د افغانستان سره سرحد ته نږدې د شمالي وزیرستان د شوال په ولسوالۍ کې یو کور په نښه کړی دی.

د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د واشنګټن او اسلام آباد ترمنځ یوه جنجالي مسله ګرځېدلې ده. د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې هغه مهال کړکیچنې شوې چې د تیرکال د نومبر په میاشت کې د امریکا د الوتکو په برید کې ۲۴ پاکستاني سرتیري ووژل شول. ددغه برید وروسته پاکستان د ناټو د اکمالاتي کاروانونو پر مخ د خیبر لاره وتړله.

پاکستان د امریکا څخه غواړي چې د یادشوي حملې په خاطر دي بخښه وغواړي خو واشنګټن د بخښنې د غوښتلو نه انکار کوي

پاکستان وايي چې پر خاورې باندي یې د توغندیو بریدونه د دوي د خپلواکۍ پر ضد اقدام دی او دغه راز یادشوي بریدونه ګټه نه، تاوان کوي او په لړ کې یې ملکي مرګ ژوبله رامنځ ته کېږي چې د امریکا ضد افکارو ته لمن وهي.

XS
SM
MD
LG