د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالي وزیرستان کې ۱۷ یاغیان وژل شوي


آمریکايي بې پیلوټه الوتکه
آمریکايي بې پیلوټه الوتکه

پاکستاني چارواکي وايي چی د پنجشنبې د ورځې راهیسي د آمریکا بې پیلوټه الوتکې د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کې څو حملې کړي دي چې په کې د ۱۷ نه زیات مشکوک یاغیان وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي چې نن د جمعې په ورځ دیاغیانو په ځایونو باندي د بې پیلوټه الوتکې په دوو جلا جلا حملو کې ۱۴ کسه ووژل شول.

دغه راز چارواکي وايي چې د پنجشنبې په ورځ هم د مرانشاه په ښارګوټي کې په ورته حملو کې ۳ یاغیان وژل سوي وو.

د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما د افغانستان او پاکستان په سرحدي قبایلي سیمو کې د القاعدې او طالبانو په ځایونو باندي د بې پیلوټه الوتکو حملې زیاتې کړي دي.

د پاکستان حکومت ددغو حملو سره مخالفت ښيي او وايي چې دغه راز حملې د دغه ملک خپلواکۍ ته صدمه رسوي.

XS
SM
MD
LG