د لاس رسي وړ اتصالات

په قبایلي سیمو کې بې پیلوټه الوتکې ۱۸ کسه وژلي


په پاکستان کې امنیتي چارواکي وايي چې د ددغه هیواد په قبایلي علاقه کې د افغانستان سره سرحد ته نږدې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسه وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې د بې پیلوټه الوتکې توغندي نن د جمعې په ورځ د شمالي وزیرستان په سیمه کې پر درو کورونو ولګېدلې. شمالي وزیرستان د طالبانو او القاعدې قوي مرکز ګڼل کېږي.


دغه بریدونه یوه ورځ وروسته له نه کېږي چې پاکستان یو جګپوړی امریکايي ډیپلومات احضار کړ چې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په هکله ورته شکایت وکړي. پاکستان دغه بریدونه غیر قانوني ګڼي.

پاکستان په واري واري د بې پیلوټه الوتکو پر بریدونو باندي نیوکې کړي دي او دغه بریدونه خپل د ارزي تمامیت خلاف اقدام بولي خو امریکايي چارواکي بیا وايي چې نوموړي بریدونه د یاغیانو د ماتولو دپاره یوه مهم وسیله ده .
XS
SM
MD
LG