د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې افراطیان وژل شوي


دامریکا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې درې تنه مشکوک افراطیان په شمال لویدیځ پاکستان کې وژل شوي دي.

د پاکستان داستخباراتو چارواکي وايي چې نن د پنجشنبې په ورځ په مبارک شاهی نومې ځای کې د بې پیلوټه الوتکې له خوانه یو کور په دوه توغندیو باندې وویشتل سو. دغه ځای د شمالي وزېرستان په قبایلی علاقه کې پروت دی.

شمالي وزیرستان دالقاعدې او افراطي طالبانو پوخ مورچل گڼل کېږD. که څه هم پاکستان څو څوځلي د بې پیلوټه الوتکو په بمباریو انتقاد کړی دی خو دامریکا چارواکي وایي چې دغه هوايي بمبارۍ د ترهگرۍ خلاف مبارزه کې او دافراطیانو په ماتولو کې مهم نقش لري.


پردی سر بیره دوو ځانمرگو بم چونکو پرون د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په شمال لویدیځ کي د پوځ په یوه کمپ باندي حمله کړې، لږترلږه درې عسکر یې وژلي او څه د پاسه شل تنه یې ټپيان کړي دي.
XS
SM
MD
LG