د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالي وزیرستان کې ډرون الوتکې ۴ کسه وژلي


پاکستاني چارواکي وايي چې ددغه هېواد په قبایلي سیمو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه ۴ کسه وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې د شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په سیمه کې چې دافغانستان سره سرحد ته نږدې موقعیت لري او د طالبانو او القاعدې قوي مرکز ګڼل کېږي دوې توغندې ویشتل شوي دي.

د بې پیلوټه الوتکې بریدونه دامریکا او پاکستان ترمنځ یو جنجالي مسله ده. پاکستان وايي چې دغه راز حملې یې د ځمکنیز بشپړتیا او خپلواکۍ ضد اقدام دی په داسي حال کې چې امریکا بیا په دې باور ده چې د القاعدې د ماتولو دپاره دغه راز بریدونه ډیر مهم دي.


دغه راز نن د شنبې په ورځ د پاکستان په بله برخه کې یو ځانمرګه برید شوی لږ تر لږه ۵ کسه په کښي وژل شوي دي چې درې کسه سرحدي میلشې هم په کښي شاملې دي


چارواکي وايي چې برید کونکی د بلوچستان ایالت د کوټې ښار ته نږدې خپل چاودیدونکوموادو ته انفجار ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG