د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ د انتخاباتو مخکي په خپله ژمنه ولاړ معلومېږي


د مې د میاشتې په یولسمه نېټه په پاکستان کې ملي انتخابات تر سره کیږي چې نوی ملکی حکومت وټاکي. دا د پاکستان په سیاسي تاریخ کې لمړی ځل دی چې ملکي حکومت خپله دوره بشپړوي او خلک د یوه بل نوي ملکي حکومت د جوړولو په خاطر د رایوو صندقونو ته ځي.

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني په خپله وعده ولاړ دی چې پوځ له سیاست څخه بهر وساتي.

له څو لسیزو پوځي کودتاګانو او سیاسي مداخلو راهیسې ښایي د مې د میاشتې ملي انتخابات د پاکستان په ملکي او پوځي اړیکو کی یو ځانگړی پړاو رامنځ ته کړي. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اطهر عباص وایي چې دواړه جنرالان او سیاستوال اوس په خپلو کارونو کې پاخه شوي دي. ،،زما په فکر اوسنۍ پوځي رهبرۍ یو اصولي تصمیم نیولی چی د ډیموکراسی ملاتړ وکړي او په هیڅ صورت کې د سیستم اوښتو ته اجازه ور نه کړي، ځکه دوي په دې پوهېږي چې زمونږ د هیواد او ولس لپاره همدا د پرمختگ لاره ده.،،

دا پریکړه به ښایی د طالبانو په وړاندې د حکومت په ستراتیژیو هم اثر واچوي چې په قباییلي سیمو کې میشت دي. سږ کال لمړی ځل دی چې سیاسي ګوندونو ته اجازه ورکړل شوې ده چی په دې سیمه کې کمپاین وکړي. د قبايیلي سیمو د څیړنیز مرکز مشر اشرف علي وایی چې دا انتخابات یوه ښه موقع ده چی دا سیمه له ټول هیواد سره وصل شي او د تشدد د خمتیدو لپاره یوه لاره پیدا شي. ،،زه باور لرم چی دا شیان په فټا یا په قبائیلي سیمو کې بدلون راولي، او زه باور لرم چې ملکي او پوځي اړیکې مخ په ښه کېدو دي. زه په دې باور یم چې اوس پوځ او ملکي حکومت دا درک کړې ده چې پوځ په دې ډګر کې لومړی ارګان نه دی چې اقدام وکړي بلکې سیاسي اداره باید په دې برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.،،

متقاعد جنرال طلعت مسعود خبرداری ورکوي او وایي چې که چیري نوی حکومت ډیر کمزوری وي او ونشي کړای چی په موثره توگه کار وکړی نو کیدای شي یو ځل بیا د قدرت انډول خراب شي.،،زما په اند که چیري راتلونکی حکومت حد اقل په اقتصادي ډګر کې ونشي کړای چې خپل مسولیت ادا کړي، د انرژۍ او ښونې او روزنې اړتیاوې پوره نه کړي او دغه نیمه فعاله حالت په بشپړ فعال حالت باندې بدل نکړي، نو څرگنده ده چې پوځي ځواک، بیروکراسي او ښایي قضائیه قوه به سره یوځای دغه تشه ډکه کړي.،،

څیړونکي پدی موافق دي چی پوځ د پاکستان په سیاست کې قوي کلیدی رول لري. لویه پوښتنه دا ده چې لوړ پوړي جنرالان به د ملکی رهبرانو تصمیمونو ومنی او که نه.
شرون بیهن- اسلام آباد
XS
SM
MD
LG