د لاس رسي وړ اتصالات

په خیبر پښتونخوا کې ځانمرګي برید ۱۳ تنه ووژل


پاکستاني طالبانو د دغه ځانمرګي برید مسولیت منلی دی.
پاکستاني طالبانو د دغه ځانمرګي برید مسولیت منلی دی.

د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې په یو ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۱۳ تنه ووژل شول.

برید د شبقدر په ښارکوټي کې د یوې سیمه ییزې محکمې مخې ته شوی چې شپږ کسان په کې ژوبل شوي هم دي.

پولیس چارواکي وايي په وژل شویو او ژوبل شویو، پولیس، ښځې او ماشومان هم شامل دي او شاید د تلفاتو شمېره هم لوړه شي.

د پولیسو یو کمېشنر طارق حسن خبریالانو ته وویل چې پولیس ساتونکو هڅه وکړه بریدګر ونیسي، خو هغه ځان وچوه.

ښاغلي طارق وویل " یو پولیس هغه ونیوه. دغه پولیس چې سخت زخمي دی، د بریدګر مخه یې نیولې وه او له هغه یې لاره ورکه کړې وه؛ بریدګر هڅه کوله چې ځان خلاص کړي، خو ويې نشو کولی او خپل هدف ته تر رسېدو مخکې یې په ځان پورې تړلي بمونه وچول."

عینی شاهدان وايي چې برید ډېر زورور و او ډېر ورانی یې کړی دی او د محکمې سره ولاړ څو ګاډي یې هم وران او ویجاړ کړي دي.

د پاکستان د طالبانو د جماعت الاحرار د ډلې ویاند وویل چې برید هغوی کړی دی.

دغه ډله د پاکستان د حکومت په ضد جنګیږي او مطبوعاتو ته په یو استولي پیغام کې ویلي دي، چې برید د ممتاز قادري د اعدام پر ضد او د هغه د وژنې غچ و.

ممتاز قادري یو پولیس ساتونکی و چې په ۲۰۱۱ کال کې یې د پاکستان د پنجاب مشهور والي سلمان تاثیرله دې کبله وواژه چې اسلام ته یې د سپکاوي پر ضد قانون کې د اصلاحاتو د راوستلو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان حکومت همدا څو ورځې مخکې ممتاز قادري اعدام کړ.

XS
SM
MD
LG