د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان لکي مروت کې ځانمرگه ١٩ تنه ووژل


د پاکستان د خیبر پښتونخوا پولیس وايي، یوه ځان مرگه د بم په چونه کې ١٩ کسان وژلی دی. په دې جمله کې لږ تر لږه دوه ماشومان هم شامل دی. پردې سربېرپه چاودنه کې ٣۴ تنه زخمی شوېدی.

برید په لکي مروت کې د پولېسو په ېوه تاڼه باندی شوی و. چارواکی وايی چې نهه تنه پولیس هم په دې چاودنه کې مړه شویدي.

برېد کوونکي خپل موټر د دوشنبی په ورځ د پولیسو له تاڼې سره وجنگاوه.

دا سیمه د شمالی وزېرستان قباېلی علاقی ته نېژدی ده د القاعده او د طالبانو پوخ مورچل گڼل کیږی. خو هېچا هم ددې برېد مسوولېت په غاړه ندی اخېستی.

دپولېسو تاڼه په دې چاودنه کې ورانه شوېده او لږتر لږه ېوه نېژدی ودانی هم زېانمنه شوېده.

چارواکی وايی چی دژغورنی ماموران لگېادی په خرابه شوی ودانی کې کار کوی چې اېسار شوی کسان ترېنه راوباسی. هغوی په دې پسی هم لټه کوی چې که د پېښی نور قربانېان پېداکاندی.

ېوه ځان مرگه تېره اونۍ د کوېټی په ښار کې لږ تر لږه ٦٥ کسان له ځان سره ووژل. دا

برېد ېو څو ورځی وروسته له هغه نه وشو چې په دری ځان مرگي برېدونو کې ٣١ کسان د شېعه گانو په ېوه لارېون کې په لاهور کې ووژل شول اوپه سوونو نور ېې زخمی کړل. رپوټ وایی چی شېعه گانو دماتم کولو لارېون پېل کړی و.

XS
SM
MD
LG