د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د ژغورنې عمله خلګ د نړیدلي ودانۍ نه راباسي


په پاکستان کې د ژغورنې عمله خلګ د نړیدلي ودانۍ نه راباسي
په پاکستان کې د ژغورنې عمله خلګ د نړیدلي ودانۍ نه راباسي

په پاکستان کې د ژغورنې کارگرانو د شپې هڅه وکړه چې هغه لس گونه کسان وژغوري چې د نړیدلي فابریکې لاندی بند پاتي دي.په دې پیښه کې لږ ترلږه نهه کسه مړه شویدي.

پولیسو وویل ، فکر کوي چې په لاهور کې په دغه درې پوړیزه فابریکه کې ، چې د څارویو دپاره یی طبی شیان تولیدول ، د گازو د سلندر د چاودلو په نتیجه کی دغه پیښه شویده.

. ددې پیښې په وخت کې د ښځواو ماشومانو په شمول ٦٢ تنه دننه په ودانې کې موجود وو. په وژل شویو کسانوکې ښایی یو لسن کلن هم شامل وي.

مقامات وایي ، د ژغورنې کارگرانولږ تر لږه ١٣ تنه ددې نړیدلي فابریکې ایستلي دي ، خو لس گونه نورلا بند پاتي دي.

دغه مقامات وایي دغه ودانۍ نن د دوشنبې په ورځ په لاهور کې د گازو د چاودنې نه وروسته ونړیده.

مقامات وایي ددغی فابریکې چې د څارویو لپاره یې طبي سامان الات تولیدول ، د تړل کیدو امر شوی و خو سمدستي دا نده معلومه چې د تړل کیدو د امر با وجود ولي دا فابریکه تراوسه نه وه بنده شوې.

XS
SM
MD
LG